دا نتایج باید تېره اونۍ اعلان شوي وای، خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو وویل چې د ۱۹۳۰ حلقو د رایو د بیا تحقيقاتو له کبله دا کار ځنډوي.
په همدې حال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله ویلي دي چې د انتخاباتو لومړني نتایج د درغلیو د دعووو له پوره څېړنو وروسته باید اعلان شي.
عبدالله پرون «یکشنبه» بیا ټینګار وکړ، تر هغو چې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې شوې نه وي، د انتخاباتو هېڅ راز نتیجه به ونه مني، خو د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ډله وايي، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له مخکې ټاکل شوي مهالوېش سره سم باید لومړني نتایج اعلان کړي.