د لاسرسي ځای

شمالي وزیرستان: جنګونو پنځه لکه او دوه اویا زره خلک بې کوره کړي


د وزیرستان کډوال

د وزیرستان کډوال

چارواکي وايي د شمالي وزیرستان د پوځي عملياتو له وجې څه دپاسه پنځه لکه او دوه اويازره کسان رجسټرډ شوي دي.

د پاکستان د سرکاري ريډيو د يو خبر ترمخه نن وزيراعظم ته وړاندې شوي راپور کې ويل شوي چې تر اوسه د حکومت او دخوراک د نړيوالې ادارې (WFP) له خوا دوه ديرش کروړه او شپږ نوي لکه روپۍ او څلور نيم زره ټنه مرستندويه مواد په بې کوره شوو خلکو ويشل شوي.

د دې راپور ترمخه د شمالي وزیرستان د کډوالو لپاره متحده عرب اماراتو شل کروړه او پنځوس لکه ډالر او امريکا د يوديرش کروړه ډالرو په ارزښت مرستې کړي خو د خيبر پښتونخوا سينير وزير سراج الحق وايي د دې هر څه سره سره بيا هم د کډوالو مسلې نه دي حل شوي.

(( هسپتالونه ورته فعاله دي ، ډاکټران هم ورته رالیږل شوي، درمل هم ورته ویړیا ورکول کیږي، خو لاهم د خلکو ستونزې نه دي هوارې شوي، په ډیر لوی شمیر کې خلک د بنو وړوکي ښار ته راغلي. موږ ټول هڅه کوو چې دا مسئله هواره کړو، خو بریالي شوي نه یو. ))

ياده دي وي چې په دې وروستيو کې له شمالي وزيرستانه بې کوره شوي خلک شکايتونه کوي چې مرستې ورته سمې نه رسيږي.

XS
SM
MD
LG