د لاسرسي ځای

تازه خبر

" پاکستان ایله اوس د ترهګرۍ خلاف جنګ ته ژمن شوی "


فایل فوټو
فایل فوټو

له پاکستانه په انګریزۍ ژبه خپریدونکې ورځپاڼه ډان په یوه مقاله کې لیکي ، له ډیر انتظار نه پس اخر هم پاکستان په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پریکړه وکړه. د مقالې د لیکوال په اند په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پرضد عملیات او د قومي اسمبلۍ او د سینټ نه د پاکستان د ژغورنې د بل منظوري ددې خبرې ښکارندويي کوي چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد جنګ ته زړه ښه کړی دی.

د مقاله ليکونکي په خبره د پاکستان لخوا دغه ګامونه څرګندوي چي ددغه هيواد مشران پاکستان د ترهګرۍ نه پاکول غواړي ، خوددې خواهش د پوره کولو لپاره به ضروري وي چي حکومت ددغه هيواد پولیس، پوځ ، استخباراتي ادارې ، ډيپلوميتکي او اقتصادي ادارې ټولي ددغي ستراتیژۍ د کامیابي لپاره وکاروي.

مقاله زیاتوي چې په شمالي وزير ستان کې پوځي عملیات د ډير وخت نه ضروري وو ، خو پر مخکي یې ډير خنډان هم وو ، څه سیاسي او ټولنيز خنډان خو هغه وخت لري شو کله چي طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ پيل او بیا ناکامه شوه ، څه خنډان د طالبانو لخوا د ترهګريزو بریدونو جاري ساتلو هم لرې کړل او د کراچۍ په هوایې ډګر بريد بیا ټول خنډان په يو ځاي لرې کړل او د پوځی اپریشن ضرب عضب لپاره ي ټولي لاري پرانستي.

د مقالې لیکوال منير اکرم مخکې ليکي چې په شمالي وزير ستان کې عملیا ت خو پيل شول خو ددغې پروژې ګټې لا نه تر سترګو کيږي . ښکاري داسې چې ټول طالبان د يادې قبایلي سيمي نه غیب شول ، او تر ټولو د حيرانتیا وړ خبره دا ده چي د ترهګرو هغه مرکزي کمان چې د پاکستان پر ضد رایوځای شوي وو، تر دې مهاله یې هيڅ پته نه لګي ، خو دا ده چې ددې عملیاتو له وجې به دغه ټولې وسله والې ډلې خورې ورې شي.

مقاله ليکونکی ددې مقالې په پای کې ليکي : که پاکستان واقعي د ددغو ټولو وسله والو ډلو چترۍ یعني تحریک طالبان پاکستان له مينځه وړل غواړي نو بايد ددغې ډلي هغه ټول خوندي پټن ځایونه هم د له مينځه وړلو هڅې وکړي کومې چې د پولي هغې غاړې ته جوړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG