د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د احمد زبير ژمن په مړينه خبريالان غمجن دي


احمد زبیر ژمن
احمد زبیر ژمن


د ازادۍ راډيو د ځوانيمرګ خبريال احمد زبير ژمن په مړينه ګڼ شمير ننګرهار ميشتې خبريالان غجمن شوي، او د نوموړي مړينه يې د ژورناليزم په ډګر کې نه جبرانيدونکي ضایع ګڼلې ده.

د ازادۍ راديو د پښتو څانګې اډ‎يټر او خبريال احمد زبير ژمن د مړينې خبر چې د جولایي په پينځمه نيټه د ازادۍ راډيو تر څنګ په ټولنيزه رسنۍ فیسبوک هم خپور شو، په ننګرهار کې يې ګڼ شمير خبريالان غمجن کړل چې اکثرو يې خپل تاثرات د فیسبوک په پاڼو وليکل.


د ننګرهار د ژورناليزم پوهنځي ريس او د بي بي سي راډيو خبريال استاد ببرک مياخيل مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، زبير ژمن چې په کومه موضوع راپور وړاندې کولو، د اوريدونکو په زړونو او ذهنونو کې به يې ځای نيولو.


« ژمن صیب يوه خوږه لهجه لرله او هغه څه يې چې وړاندې کول، اوريدونکي يې دې ته اړویستل چې وايې وري. لکه څنګه چې هغه يو مسلکي ژورناست و، ژروناليزم يې لوستی و، دغسې ژورناليزم ته ژمن و. تر کومه ځايه چې ما اوريدو ما ته يې ډير خوند راکولو. ده چې کوم مطالب وړاندې کول هغه په زړونو او ذهن کې کيناستل.»

په ننګرهار کې د انعکاس راډيو د خپرونو مدير نصرت الله صاحبزاده وايي چې زبير ژمن يو له هغو خبريالانو څخه و چې له خپل مسلک سره يې ډيره مينه لرله.


« د زبير ژمن ډير راپورونه ما اوريدلي او زه يې يو مينه وال وم. ډير ریښتونی خبريال و او د خپل مسلک سره او خپلو ملي ارزښتونو سره يې وافعاٌ ډير مينه لرله. زه پخپله او د انعکاس راډيو اداره د ژمن صيب په مړينه سخت خواشيني يو. زبير ژمن ته دې الله تعالی جنتونه ورکړي.»

د افغانستان په ختيځ کې د امريکا غږ اشنا راډيو خبريال ضیاالرحمن حسرت د زبير ژمن مړينه يوه نه جبرانيدونکي ضایع وبلله.


« هغه تشه چې زبير ژمن په ازادۍ راډيو کې ډکه کړې وه يا دا چې د ژورناليزم په بهير کې يې ډکه کړې وه، ګمان نه کوم که تر ډيره دغه تشه جبران کړو. د ده په مړينه په ختيځ کې ژورنالستان په غوټ اکثريت سره خپه دي، موږ د ده مړينه د ژورناليزم په ډګر کې يوه نه جبرانيدونکي خلا ګڼو.»

د ايران راډيو خبريال محمد اصف شينواری وايي چې زبير ژمن يو له هغو ژورنالستانو څخه و چې د ژوناليزم د اصولو سره سم يې راپورونه برابرول.


« تر کومه ځايه چې ما دی اوريدلی و، د ده ټول راپورونه د ژروناليزم په اصولو او معيارونو برابر وو. د دې تر څنګ ما چې د ژمن له نږدو ملګرو اوريدلي دي، ژمن د اخلاقو يوه نمونه وه، ډير با ادبه، با تهذیبه او د نرمو اخلاقو خاوند و.»

د يادولو ده چې احمد زبير ژمن د تيرې شنبې په شپه دوه بجې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې په یوه روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ له امله د دوه ديرش کلونو په عمر ومړ او مړی يې د يکشنبې په ورځ لس بجې د افغانستان د لوګر ولايت په پادخواب شاهانې کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

XS
SM
MD
LG