د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د پوځ عملیات دوام لري


د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګه ( ايي . ایس . پي . ار ) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې تیره ورځ د شمالي وزیرستان په میران شا او بویه سیمو کې ددوی جنګي الوتکو د وسله والو طالبانو پټن ځایونه په نخښه کړي دي.

آيي ایس پي ار په بمبارۍ کې د ګڼ شمیر کورنیو او بهرنیو وسله والو د وژلو ادعا هم کوي خو کره شمیره یې په ډاګه کړې نه ده. دپاکستان پوځ وايي په وژلو شویو کې زیات شمیر د ازبک طالبانو دی.

دپاکستان پوځ په همدې توګه د وسله والو د ګڼ شمیر ډیپو ګانو د تبا کولو ادعا هم کوي، خو ازادو سرچینو ددې خبرو پخلی نه دی کړی. دپاکستان پوځ همدارنګه ادعا کوي چې په سپین وام تحصیل کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ددوی یو سرتیری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG