د لاسرسي ځای

تازه خبر

افراسیاب خټک د جنرال ضیاءالحق د مارشلا کیسه کوي


سنېټر افراسیاب خټک
سنېټر افراسیاب خټک

د پاکستان پوځ د جنرال ضياوالحق په مشري کې د ۱۹۷۷م کال د جولايي پر پنځمه نېټه د پيپلز پارټی د بنسټ ايښودونکي او د دې هيواد د لومړي ځل لپاره د ټاکل شوي وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو حکومت نسکور کړ.

پراګ: د جولایي پر پنځمه نېټه په پاکستان کې د جنرال ضياء والحق لخوا د مارشلا د لګيدلو اوه ديرش کاله پوره شو.

د پاکستان پوځ د جنرال ضياءالحق په مشري کې د ۱۹۷۷م کال د جولايي پر پنځمه نېټه د پيپلز پارټی د بنسټ ايښودونکي او د دې هيواد د لومړي ځل لپاره د ټاکل شوي وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو حکومت نسکور کړ.

ذوالفقار علي بهټو په ۱۹۷۵م کال کې د هغه وخت د حزب اختلاف لوی ګوند نيشنل عوامي پارټی ناقانونه ګرزولې وه او د هغه ګوند ټول مشران يې د غدارۍ په دوسيه کې په حيدرآباد زندان کې اچولي وو. په دې زندانيانو کې د عوامي نيشنل ګوند يو مشر اوسنی سنېټر افراسياب خټک هم شامل وو.

کله چې د ۱۹۷۷م کال د جولايي پر پنځمه د هغه وخت د پوځ مشر جنرال ضياء الحق مارشلاء ولګوله نو هغه وخت د حيدرآباد زندان ته دا خبر څنګه ورسېدی ، وروسته د جنرال ضياولحق او د نيپ د مشرانو ترمنځ څه خبري اترې وشوې او دا چي که په پاکستان کې پوځ ټاکل شوی حکومت مه وای ړنګ کړی نو اوس به د پښتنو حالت هم داسې وو لکه چې دی او یا به بدل وای؟

د مشال راډیو عبدالحي کاکړ له افراسياب خټک سره د دې ورځي په مناسبت ځانګړی مرکه کړې ده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:19:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG