د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په بې وزله کورنيو خوارکي توکي وويشل شول


د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د اسلاميک ريليف کميټې په مرسته په سرخرود ولسوالۍ کې د خښتو په بټيو کې په ۲۷۰ کورنيو خوراکي توکي وويشل شول.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د اسلاميک ريليف کميټې په مرسته په سرخرود ولسوالۍ کې د خښتو په بټيو کې په ۲۷۰ کورنيو خوراکي توکي وويشل شول.

د روژې د میاشتې په مناسبت د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د اسلاميک ريليف کميټې په مرسته په هغو بې وزلو کورنيو خوارکي توکي وويشل چې له کلونو راهيسې د خښتو په بټيو کې د سلګونو کورنيو ټول غړي د ګروګان يا ګاڼه شويو په توګه کار کوي.

د دغو مرستو د ويشلو پر مهال د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو ريس عبدالحکيم شيرزاد وويل:
« اسلامک ريليف د خپلو هميشنيو کمکونو په لړ کې د سرخرود ولسوالۍ د بټيو اوسيدونکو سره چې ډير غريب خلک دي، اسيب پذيره فاميلونه دي، د دوه سوه اويا فاميلونو سره د يوه اندازه غذايي موادو کمک کړی دی. په دې کمک کې تقريباٌ شپږ اوه جنسونه شامل دي، د يوه سهم قيمت په حدود د څلور زره افغانۍ شاو خوا کيږي.»

له مرستو څخه برخمنې شوې کورنۍ خوشحاله وې چې د روژې په مياشت کې ورسره مرستې وشوې، دوه تنو يې مشال راډيو ته وويل:

« موږ ډير خوشحاله يو، د نورو سوداګرو مو هم دا تمه ده چې موږ سره امداد وکړي چې دا روژه په خير سره تيره شي.»
« موږ په بټيو کې کار کوو، خوشحاله يو چې په دې روژه کې موږ سره کمک وشو. موږ غریبانان يو د د بټيو والا ډير قرضدار يوو.»

د سرخرود ولسوال سيدعلي اکبر له اړوندو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې د دغو کورنيو ماشومانو ته دې د تعليم زمينه برابره کړي.

« زموږ د سرخرود په ولسوالۍ کې ۷۲ د خښتو بټۍ دي، په ۷۲ بټيو کې همداسې غریبانان دي، همداسې غربت ګالي، که د دې کمکونو لړۍ نورو بټيو ته وغڅيږي او له نورو سره هم دغه شان کمکونه وشي، دا به ډيره ښه وي، خو په عمده توګه زما له نظره چې دې خبرې ته مشران متوجه شي چې دې ماشومانو ته يې د تعليم زمينه مساعده کړي.»

د يادې بټي يو تن مالک فضل مولا هم په سوداګرو او اړوندو موسسو غږ کوي چې د دې محتاجه کورنيو سره دې مرستې وکړي.


«دا خلک ډير مظلومان دي، وبيچاره ګان دي او واړه واړه ماشومان ورسره دي او کارونه ورباندې کوي، ټولو خيریه موسسو ته هم دا وايم، تجارانو ته هم دا وايم چې دا خلک ډير مستحق دي، او دې خلکو سره دې کمک وکړي.»

د کار او ټولنيزو چارو د رياست چارواکي وايي چې د دغه رياست په چوکاټ کې تر ۱۵۰۰۰ پورې بې وزله، بې پرسته او معيوبين راجستر دي او تر ۳۰۰۰ تنو پورې یتيمان ورسره په روزنتونونو کې په زده کړو بوخت دي چې ټول يې مرستو ته اړتيا لري او تمه څرګندوي چې په دغه برخه کې به ورسره سوداګر او خيريه ادارې مرستې وکړي

XS
SM
MD
LG