د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیندي ملتپال: پښتانه کډوال دي سیند صوبې ته نه راځي


 سیندي ملتپالو د ازادۍ د لاریون یو عکس
سیندي ملتپالو د ازادۍ د لاریون یو عکس

د سیند یونایټیډ پارټۍ د مشر جلال محمود شاه په کور کې له ترسره شوې غونډې وروسته یو شمیر سیندي ملتپالو او ادیبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې حکومت باید نورو کډوالو ته په سیند صوبه کې د اوسیدو اجازه ورنه کړي.

کراچۍ: سیندي ملتپالو ډلو سیند صوبې ته له شمالي وزیرستانه د بې کوره شوو کډوالو د ورتلو پر وړاندې کلک غبرګون ښودلی دی. د دې ډلو مشران وایي چې سیند صوبې ته د کډوالو د ورتګ له امله دا اندېښنه زیاته شوېده چې د سیند خپل ولس په اقلیت بدل شي.

د سیند یونایټیډ پارټۍ د مشر جلال محمود شاه په کور کې له ترسره شوې غونډې وروسته یو شمیر سیندي ملتپالو او ادیبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې حکومت باید نورو کډوالو ته په سیند صوبه کې د اوسیدو اجازه ورنه کړي.

شنونکي وایي چې سیندي ملتپال ویره لري چې دې صوبې ته د کډوالو په پرلپسې توګه د ورتګ له کبله به دوی په خپله خاوره کې په لږکیو بدل شي.

دا سیندي ملتپال سیاستوال او ادیبان دې بدلون ته په داسې نظر ګوري چې د دوی پر خپله ژبه ، کلتور ، شناخت او امنیت به اغېز وکړي.

یو سیندي ژورنالسټ امداد سومرو په دې اړه مشال راډیو ته وویل ً سیندي ملتپال پر دې کډوالو ځکه نېوکې کوي چې د پاکستان تر جوړیدو وروسته په لومړي ځل دلته ډېر مهاجرین له هندوستانه راغلل ، بیا په ۱۹۷۱ کې د بنګله دیش تر بېلدو وروسته ګڼ شمیر بنګالیان او برمیان همدلته اباد کړل شو ، په ۱۹۸۰ کې په افغانستان کې تر انقلاب وروسته هم ګڼ شمیر کډوال دې صوبې ته راغلي دي. په دې ورستیو کې په قبایلي سېمو او سوات کې د عملیاتو له وجي هم ډېرې کورینۍ د سیند صوبې مرکزي ښار کراچۍ ته راغلي دي او اوس د ابادۍ په تناسب کې دومره رامنځته شوي دي چې دومره پښتانه په پيښور کې نه دي میشت لکه څومره چې کراچۍ ته راغلي دي. دغه حال د بلوڅو او نورو هم دیً.

امداد سومرو زیاته کړه چې سیندیان په کراچۍ ښار کې په ۱۹۴۷ کال کې ۶۰ فیصده وو او اوس د دوی د ابادۍ تناسب په دې ښار کې یوازې ۷ فیصده پاتی شوی دی.

د سومرو په وینا ، د هندوستاني کډوالو او پښتنو شمیر اوس په کراچۍ کې له ځایي سیندیانو څو ځله زیات دی او همدا وجه ده چې سیندیان نه غواړي چې نور کډوال دې صوبې ته راشي.

سیندي ملتپال مشران دریځ لري چې که له قبایلي سېمو څخه د پوځي اپریشن له کبله کوم خلک بې کوره کیږي ، هغوي باید په خېبرپښتونخوا او یا نزدې صوبه پنجاب کې ځای کړل شي.

د کراچۍ د پولیسو مشر غلام قادر تیبو وایي د پاکستان له بېلا بېلو برخو او په تېره بیا له قبایلي سېمو راغلو کډوالو په بڼه کې وسله وال هم کراچۍ ته راغلي دي چې ورسره د دې ښار امنیتي حالت پیچل شوی دی.

غلام قادر تیبو وویل ، ً له بېلا بېلو سېمو کراچۍ ته د کډوالو په بڼه وسله وال هم راغلي دي ، دوی د کراچۍ په یو شمیر سېمو کې اکثریت لري ، په دوی کې وسله وال هم شته او داسې خلک هم شته چې د وسله والو سره خواخوږي لريً.

که څه هم د سیند حکومت په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو تر پیل سمدستي وروسته له دې سیمې بې کوره شوو خلکو ته د کراچۍ پر لور د نه ورتلو ویلي خو سیندي ملتپال ګوندونه پر دې صوبايي حکومت تور لګوي چې دوی له یوې ځانګړې منصوبې سره سم له نورو سېمو ورغلي خلک په یاده صوبه کې ځایوي.

قانون پوهان وایي چې د پاکستان اساسي قانون د دې ملک هر وګړي ته حق ورکړی چې د ملک په هره برخه کې ژوند او کاروبار کولای شي.

بل پلو په کراچۍ کې میشت د خېبرپښتونخوا او قبایلي سېمو خلک کراچۍ ته په تګ راتګ کې د سیند او پنجاب پر پوله د پولیسو له سختې تلاشۍ او ناروا چلنده سر ټکوي.

خو د سیند پولیس بیا وایي چې له شمالي وزیرستانه ورغلي ۲۴۰ کسانو ته یې له رجسټر کولو وروسته سیند صوبې ته د ننوتلو اجازه ورکړېده.

د پولیسو چارواکي زیاتوي چې د دې ترڅنګ قانوني اسناد نه لرونکي ۲۲۵ کسان امنیتي سرتیرو نیولي دي.

XS
SM
MD
LG