د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان لوبغاړی روخ الله نیکپا په نړیوالو لوبو کې برخه اخلي


ټاکل شوي ده چې افغان لوبغاړی روح الله نیکپا سبا د نړۍ د ۳۲ غوره تکواندو لوبغاړو په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له خپل بلجیمي سیال سره وکړي.

د تکوانډو فډريشن یوه نړیوال لوبغاړي عبدالصبور عمري مشال راډیو ته وویل چې روح الله نیکپا نن (شنبه) خپل وزن ورکوي او د اتوار پر ورځ به لومړۍ سیالي وکړي.

روح الله نیکپا د نړۍ د ۳۲ غوره لوبغاړو په کتار کې دیارلسم ځاي لري او په دې سیالیو کې د افغانستان یواځینې استازی دی.

له روح الله نیکپا سره د هغه دوه روزونکي من سین هاک او بشیرتره کی هم ملګري دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG