د لاسرسي ځای

بنو: د شمالي وزیرستان تر څلور زره زیات کډوال ناروغه شوي دي


د شمالي وزیرستان یو بې کوره شوې کورنۍ

د شمالي وزیرستان یو بې کوره شوې کورنۍ

د خیبر پښتونخوا په بنو کې مېشت د شمالي وزیرستان بې کوره شوي یو شمېر کډوال په بېلا بېلو ناروغیو اخته شوي دي.

بنو: د خیبر پښتونخوا په بنو کې مېشت د شمالي وزیرستان بې کوره شوي یو شمېر کډوال په بېلا بېلو ناروغیو اخته شوي دي.

د بنو د روغتون ډاکټران وايي چې هسپتال ډاکټران وايي چې په سلګونه کډوال ناروغه شوي او د درملنې لپاره هلته ور وړل شوي دي.

د ډاکټرانو په وینا ، د شنبې تر ورځې تر څلور زره زیات ناروغان ور وړل شوي دي چې لویه برخه په کې د ماشومانو ده.

ډاکټرانو له مشال راډیو سره په خبرو کې د دې ناروغیو بېلا بېل لاملونه [وجوهات] په ګوته کړل چې لوږه ، تنده او زیاته ګرمي هم شامله ده.

XS
SM
MD
LG