د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې ځانمرګي برید یو تن وژلی او دوه تنه یې ټپي کړي


د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند سیمه کې نن د شنبې پر سهار په یوه ځانمرګي برید کې یو تن ووژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له پېښو سره د مبارزې مشر جنرال محبوب امیري مشال راډیو ته وویل دا ځانمرګي برید نن سهار شپږ بجې د یوه موټر په واسطه د کابل جلال آباد پر لویې لارې شوې:جنرال امیري زیاته کړه چې

"کومه پېښه چې نن سهار د پلچرخي پر سړک وشوه په دي کې یو ولسي وکړی وژل شوی، دوه نور هم ټپيان شوي دي. د دې پېښې قربانیان هغه عام خلک وو چې د خپل کور پر لور روان وو."

جنرال امیري وايي، د ځانمرګي برید کوونکي هدف نه و معلوم خو لویه لار بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

که څه هم امیري د پېښې اصلي هدف نه په ډاګه کوي خو د ځانمګي حملې په دیرش مترۍ کې د بهرنیو پوځیانو یو کمپ پروت دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG