د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پوځ بايد ټولې ترهګرې ډلې وځپي


فايننشل ټايمز ورځپاڼې د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد د پوځي عملياتو په اړه مقاله خپره کړې چې ليکي، د پاکستان په قبايلي سيمو کې تر ۲۰۰۹م کال وروسته د اسلامي سخت دريځو په ضد په لويه کچه پوځي عمليات د حکومت او پوځ په همکارۍ پیل شوي دي.

فايننشل ټايمز ورځپاڼې د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد د پوځي عملياتو په اړه مقاله خپره کړې چې ليکي، د پاکستان په قبايلي سيمو کې تر ۲۰۰۹م کال وروسته د اسلامي سخت دريځو په ضد په لويه کچه پوځي عمليات د حکومت او پوځ په همکارۍ پیل شوي دي.

د پاکستان زياتره ولس د دې عملياتو ملاتړ کوي چې ګڼو يې د مياشتو راهيسې پر پوځ ټينګار کاوه چې د هغو وسله والو په ضد عمليات وکړي چې هيواد ته خطر پېښوي. خو اوس بايد هر هغه څه چې روان دي، په شفافه توګه وښودل شي.

د خوراک د نړيوالې ادارې په چپه رسنۍ، د بشري حقونو سازمانونه، ځايي او بهرنۍ غېر حکومتي موسسې، او د ملګرو ملتونو ټولې ادارې وزيرستان ته نه پرېښودل کيږي، آن له قددرتي آفتونو سره د مبارزې پاکستانۍ اداره هم په ياده سيمه کې رول نلري.

له دې سيمې هيڅ ډول معلومات نه راغونډيږي، پرته د هغه څه چې پوځ يې ولس ته بيانوي.

ورځپاڼه زياتوي، د پوځ وياند ټينګار کړی چې د ټولو ځايي او بهرنيو وسله والو ډلو په ضد عمليات روان دي آن د حقاني شبکې غوندې هغه ډلې هم نه دې بخښل شوي چې پخوا د پاکستان استخباراتي ادارې آی اېس آی ته ډېرې نږدې وې.

خو په دې اړه پوښتنه راپورته کيږي چې د لشکر طيبه غوندې له يو شمېر پاکستانيو ډلو سره به څه کيږي چې پوځ يې روزنه کړې وه او اوس په افغان طالبانو کې زياتېدونکی حضور لري.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، دا ځل ولس په څرګنده توګه د عملياتو او پوځ ملاتړ په ډاګه کړی دی خو د ډېر زيات شفافيت اړتيا ليدل کيږي چې دا ډول پاکستانيان او نړۍ په دې قانع شي چې دا ځل پوځ او حکومت جدي دي.

پاکستان ته پکار ده چې هيڅ ډول ترهګر ونه زغمي او همدغه يې وخت دی چې په عملي توګه يې ثابته کړي.

XS
SM
MD
LG