د لاسرسي ځای

افغان ځواکونو په پکتیا کې۸۱ وسلوالو ته مرګژوبله اړولې


د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمي اورياخېل له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې؛ د پکتيا په بېلابېلو ولسواليو او سيمو کې يې د قوماندو؛ کشفي ارګانونو سره په همغږۍ چاڼیز عمليات ترسره کړي دي.

نوموړي وويل، دوی لا هم خپلو عملياتو ته په ځينو ساحو کې پلان لري او د ترسره شويو عملياتو په ترڅ کې يې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده:

”موږ په پکتيا ځينو ساحو کې شريک عمليات درلودل؛ ايساف، قوماندو او واکنش قطعاتو سره يو ځای مو په يوه ورځ په سېدکرم کې تقريباً ۲۹ کسه وژلي؛ په همدې ورځ د احمدابا په وچ غړک او تاند غړک کې ۱۹ کسه يو ځای او درې کسه بل ځای او په څپړۍ سیمه کې او دوی ته په دې عملياتو کې زموږ د معلوماتو له مخې ګڼ نور زيان هم اوښتی چې ۳۳ کسان يې زخميان شوي دي او په همدې ورځ يو موټر له درې کسانو سره په شاهي کوټ کې د هوا له لارې چې وسلې پکې بار وې وېشتل شوی او ويجاړ شوی دی.“

ده دا هم وويل چې د دوی پوليسو ښې مسلکي زده کړې ترسره کړې چې په دې اساس د دوی لوري ته داسې خاص مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ده په خبره چې په دې ولايت کې د نورو امنيتي او ملکي ادارو سره په همغږۍ به ورځ تر بلې د ولس په ملاتړ د امنيتي وضعيت ښه والي ته کار وکړي.

وسلوالو ته د دغې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره په داسې حال کې کيږي چې ډېر افغان او بهرني وسلوال وسله وال په شمالي وزيرستان کې د پاکستانیو عملياتو په ترڅ کې د سوېل ختيځ زون درې ولايتونو (خوست، پکتيا او پکتيکا) ته وراوښتي دي.

د دغه وراوښتې مرګژوبلې په اړه لا هم وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي خو په ځينو سیمو کې د بريدونو په پايله کې يې خپل لوري ته اوښتې مرګژوبلې وخت پر وخت تاييد کړې دي.

راپور: داود تپان – پکتيا

XS
SM
MD
LG