د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په بلوچستان کې د مړو موندلو لړۍ دوام لري'


بلوچستان:په تېرو درې نیمو کلونو کې تر۸۰۰ زیات مړي موندل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:22 0:00

بلوچستان:په تېرو درې نیمو کلونو کې تر۸۰۰ زیات مړي موندل شوي

د بلوچستان کورنيو او قبايلي چارو وزارت مشال راډيو ته ځانګړي معلومات ورکړي چې له مخې يې د صوبې په بېلا بيلو سیمو کې په تېر درې نيم کاله کې تر ۸۰۰ د زیاتو کسانو خراب شوي مړي موندل شوي

د بلوچستان کورنيو او قبايلي چارو وزارت مشال راډيو ته ځانګړي معلومات ورکړي چې له مخې يې د صوبې په بېلا بيلو سیمو کې په تېر درې نيم کاله کې تر ۸۰۰ د زیاتو کسانو خراب شوي مړي موندل شوي دي.

په دغو مړو کې ۴۶۶ يې نسلاً بلوڅان، ۱۲۳ يې پښتانه او ۱۰۷ يې له نورو بېل بيلو قومونو سره اړه لري. د دې سربېره د نورو ۱۰۷ موندل شوو مړو پېژندګلوي نه ده شوې. خو د ورک کړل شوو بلوڅانو د سازمان مشر ماما قدیر بلوڅ بیا وايي چې يواځې د بلوڅو ځوانانو تر يو زر زیات خراب شوي مړي دوی ته په لاس ورغلي دي.

«دا وخت زموږ ۱۷۰۰۰ کسان تري تم دي او د بلوڅو تر ۱۰۰۰ زیات خراب شوي مړي موندل شوي چې په دې کې هغه نه دې شامل چې د هدفي وژنو ښکار شوي دي. يوازې تر ۴۰۰ زیات بلوڅان په هدفي وژنو کې وژل شوي دي. دا تر ۱۰۰۰ د زیاتو کسانو خراب شوي مړي چې موندل شوي، دا هغه دي چې تښتوول شوي او بیا د چا مياشت وروسته، د چا شپږ مياشتې وروسته، د چا کال يا دوه يا هم شپږ کاله وروسته خراب شوی مړی وموندل شي»

ماما قدير بلوڅ او د ورک کړل شوو بلوڅانو خپلوان د دې تښتونو او وژنو تور د پاکستان پر استخباراتي ادارو او امنيتي ځواکونو پورې کوي خو هغوی دا ډول تورونه رد کړي دي. د ډاکټر مالک بلوڅ په مشرۍ کې د بلوچستان نوي حکومت په ۲۰۱۳م کال د واک تر لاسه کولو سره سم ويلي و چې دوس به د تېښتو او لاقانونه وژنو روانه لړۍ پای ته رسوي خو بيا هم د کورنيو چارو د شمېرو له مخې يوازې په روان کال کې د ۹۱ کسانو خراب شوي مړي موندل شوي دي. د بلوچستان د اطلاعاتو صوبايي وزير عبدالرحيم زيارتوال وايي، دوی هڅه کړې چې دا ډول پيښې پای ته ورسوي او د هغه په خبره د تېرو وختونو په پرتله اوس کموالی پکې راغلی دی.

«پخوا چې وړل شوي دي، هر څو چې وړل شوي وي خو اوس خلک نه دې وړل شوي. زما مطلب چې زموږ ادارو په يوه مانا زموږ سره مرسته کړې ده ياني هرې امنيتي ادارې ته زموږ هدايات دا وي چې د قانون خلاف ورزي دې نه کوي. که پر چا باندې الزام وي، پکار ده چې د عدالت له لارې يې پر هغه باندې ثابته کړي او دغه هدايات د وزيراعلی لخوا دوی ته پرلپسې کيږي چې هېڅ يو شی به داسې نه کوی چې قانون او عدالت يا له پامه ورغورځول شي او يا تر پښو لاندې شي»

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو د کميسيون د بلوچستان څانګې مرستيال مشر طاهر حسېن اېډوکيټ وايي، اوسني حکومت هم تر اوسه په دې لړ کې د پام وړ کار نه کړی.

«د خراب شوو مړو لړۍ په ۲۰۱۰م کال کې شروع شوې وه چې شمېر يې اوس تر ۸۰۰ اوښتی دی. زما په خيال د صوبايي حکومت تر دې اقرار وروسته دا حکومت هم ناکامه شوی دی. د ولس د ځان او مال د ساتنې يا چې په آيين کې د دوی کومه ذمه واري ده، هغه يې سر ته نه ده رسولې. د بدامنۍ کوم حالت چې پخوا و، هغه اوس هم د پخوا په شان دی»

په بلوچستان کې د خلکو د تښتولو، شکنجه کولو او تر وژلو وروسته د دوی د خراب شوو مړو د غورځولو په ضد نه يوازې د پاکستان د بشري حقونو فعالانو غږ پورته کړی بلکې د بشري حقونو نړيوالو ادارو هم په وار وار د پاکستان له حکومته غوښتنې کړي چې دا لړۍ پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG