د لاسرسي ځای

د الياس خان په وينا ځايې وسله وال طالبان او د دوی اتحاديان یعني افغان طالبان اوس هم د ميرام شا په شمال او جنوب کې په ازاد مټ ګرځي راګرځي.

د بي بي سي خبريال الياس خان په خپل رپورټ کې ليکي، په شمالي وزيرستان کې ميډيا نشته او د هر ډول مالوماتو سرچينه يوازې د پاکستان پوځ دی.

د ده په خبره د پاکستان پوځ په ډزو کې د وسله والو وژلو، د ځينو ټونلونو او د ماينونو وړو کارخانو د موندلو خبرونه ورکړي خو د حقاني نېټورک، تحريک طالبان پاکستان او د ځينو نورو بهرنيو وسله والو د لوړپوړو او مينځنۍ کچې قومندانانو په اړه خاموشه دی.

الیاس خان وايي، تازه شواهد دا دی چې زياتره ډلي وار له مخه له سيمې وتلې دي.

د ده په وينا باور کېږي چې ډيری يې د افغانستان خوست ولايت ته له هغو لارو تللي چې تر کاروايي دوې هفتې له مخه د پاکستان پوځ ورباندي خپل عسکر نه وو درولي.

دا شان د حقاني ډلې کسان هم کېدلای شي په هم دغه طريقه له سيمې وتلي وي ځکه دوی په خوست او کرم ايجنسۍ کې پناه ځايونه لري.

د الياس خان په وينا ځايې وسله وال طالبان او د دوی اتحاديان یعني افغان طالبان اوس هم د ميرام شا په شمال او جنوب کې په ازاد مټ ګرځي راګرځي.

د بي بي سي خبريال پخپل رپورټ کې پر مخ ليکي، د ځايي طالبانو مشر حافظ ګل بهادر، د ملانذير د ډلې مشر بهاول خان او تحريک طالبان پاکستان سجنا ډلې د پوځي کاروايي مخالفت نه دی کړی.

د خیريال په وينا د پاکستان چارواکو هم داسې اشاره نه ده ورکړې چې ګواکې غواړي دغه سيمه پوره کنټرول کړي.

دا شان د ده په وينا پوځ په واڼه کې هم په نظر نه راځي.

نو د الياس خان په وينا دې ټول تصوير ته که و کتل شي نو داسې ښکاري په شمالي وزيرستان کې مځکنۍ کاروايي په داسې وخت کې کېږي چې ټول مخالفين له مخه لا سيمې وتلي دي.

د بې بې سي خبريال الياس خان د ځينو کارپوهانو له خولي ليکي، په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو مقصد له يوې مخي د وسله والو له مينځه وړل نه بلکې وسله وال د افغانستان پر لور شړل يا تیت پرک کول دي.

نو خبريال الياس خان په دې نتيجه رسېږي چې له پوځي کاروايي څخه د پاکستان لوی مقصد دا دی چې خپل سرحدنو له هغو پاکستان مخالفه ډلو خوندي کړي چې د ناټو ځواکونو له افغانستان تر وتلو وروسته په ممکنه توګه دې هيواد ته ورتللی شي.

XS
SM
MD
LG