د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د جرمني او فرانس، برازیل او کولمبیا کوارټر فاینل لوبه


په برازیل کې د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ په دوو کوارټرفاینلونو کې نن (جمعه) لومړۍ لوبه د جرمني او فرانسې تر منځ کېږي.

لومړۍ سیالي د پېښور پر وخت د شپې نهه بجې پیلېږي. دویمه هغه، د برازیل او کولمبیا تر منځ د شپې په یوه بجه پیلېږي. رپورټونه وايي، د جرمني د لوبډلې اووه لوبغاړي زکام شوي دي او فرانسه هیله لري چې سیالي به وګټي.

برازیل او کولمبیا تر اوسه په اتلولۍ کې ډېر پیاوړي ثابت شوي دي او تر منځ یې د سختې سیالۍ توقع ده.

XS
SM
MD
LG