د لاسرسي ځای

شاهده وايي چې د خپل مېړه د وهلو ټکولو خلاف چې یې خپل غږ عدالت ته ورسولو نو په دې یې خاوند ډېر غوسه چې په غچ کې د دې لاس ورمات کړ او هم یې پوزه ترې غوڅه کړه.

د سوات تحصيل کبل اتلس کلنه شاهده وايي، په اووه کلنۍ کې ود شوې او په تېرو یوولس کلونو کې پرلپسې د خپل خاوند تر جبر او ظلم لاندې یې ژوند تېر کړی. دا وايي چې د خپل مېړه د وهلو ټکولو خلاف چې یې خپل غږ عدالت ته ورسولو نو په دې یې خاوند ډېر غوسه چې په غچ کې د دې لاس ورمات کړ او هم یې پوزه ترې غوڅه کړه. دا وايي له دې ظلم سره سره یې دا تر شلو ورځو په کوټه کې بندي ساتلې وه.

دا وايي، د خاوند له کوره په تېښته بریالۍ شوه او اوس د خپل پلار کې یې درملنه روانه ده. شاهده یو زوی هم لريږ د دې په خبره چې مېړه یې په پولیس دی. دا له سرکاره د انصاف غوښتنه کوي.

د شاهدې پلار وايي، د خپلې لور درملنې لپاره یې پیسې پور کړې دي، او خپل زوم «صاحبزاده» ورباندې دباو اچوي. او په تاڼه کې پر ضد مقدمې درجوي. هغوی له سرکاره د انصاف غوښتنه وکړه.

په سیدو شریف کې د ښځو لپاره د خېر ښېېګړې ادارې «خویندو ټولنه» مشرې تبسم عدنان له شاهدې سره د شوي ظلم په سخته غندنه وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې د هغې وړیا درملنه دې وکړي او په پېښه کې ککړ کسان دې ژر تر ژره ونیسي.

د کبل تحصيل کبل پوليس ډي اېس پي بخت راج خان وايي چې د پېښې مقدمه یې درج کړې او ملزم یې ګرفتار دی، چې د قانون مطابق به پرې کاروايي کېږي.

XS
SM
MD
LG