د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې به سوداګري پراخیتا ومومي


په یو ولایت او یو ښار کې د پراخو ګمرکي تاسیساتو او تجهیزاتو شتون له یوې خوا د سوداګرۍ د پراختیا له پاره اسانتیاده، بل لوري ته دا د تجارتي ښار په مانا هم دی.

په یو ولایت او یو ښار کې د پراخو ګمرکي تاسیساتو او تجهیزاتو شتون له یوې خوا د سوداګرۍ د پراختیا له پاره اسانتیاده، بل لوري ته دا د تجارتي ښار په مانا هم دی.

یادې څرګندونې د افغانستان ماليې وزیر عمر زاخېلوال په خوست کې د ګمرک د نویو تاسیساتو د جوړیدو په اړه تېره ورځ مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

په خوست کې د ګمرکاتو نوي تاسیسات، چې د اتلسو میاشتو په موده کې د سل جریبه ځمکې په محدوده کې د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړ شوي، ورباندې څه د پاسه دوه سوه څلويښت میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.

د افغانستان ماليې وزیر عمر زاخېلوال وویل، چې غلام خان بندر د کراچۍ بندر ته تر ټولو نږدې لاره ده او دې لارې ته افغان حکومت زیاته امیدواري لري:

((د ګمرک تاسیسات او تجهیزات په یو ولایت او یو ښار کې چې څومر هم منظم او لوی جوړ شي، دا تسهیل او اسانتیا ده د تجارت له پاره، هغه په عین حال کې د دې هم نماینده ګي کوي، چې هغه یو تجارتي ښار دی، خوست هم تجارتي ښار دی او هم باید تجارتي ښار شي.

خوشبختانه لاره څه نا څه د کابل نه تر دې ځایه جوړه شوې، تر غلام خان بندر پورې مو هم چې ورباندې سفر وکړ، کار ورباندې لګیا دی، دغه لارې ته ډېر زیاته امیدواري ده، ځکه هغه لاره چې کابل او کراچۍ سره نښلوي همدا د غلام خان لاره ده.))

د افغانستان مالیې وزیر وړاندې وايي، چې په خوست کې ګمرکات پراخ جوړ شوي او ښیګڼه يې داده، چې په دې کې راتلونکی تجارت په پام کې نیول شوی دی:

((زموږ امیدواري دا ده، چې د خوست د لارې ترانزیټ کیدل په کافي اندازه د دې سیمې په اقتصادي انکشاف باندې تاثیر غورځولی شي، همدې پیشبنۍ ته په کتو کله مو چې د خوست ګمرکات ولیدل، دومره وسیع ساحه مو ورته نیولې ده، چې په ډېرو ولایتونو کې يې نه لرو، په دې کې د تجارت نننۍ حجم په نظر کې نه دی نیول شوی، بلکې هغه حجم په نظر کې نیول شوی دی، چې په اینده کې جوړیدای شي.))

عمرزاخېلوال همدارنګه وویل، چې خوست د تجارت په برخه کې ښه راتلونکې لري، خو د خوست په شان په میرانشاه او نږدې سیمو کې د امنیت ټینګښت، د لارو جوړیدل او خوست ته د برښنا غځونه دې کار له پاره اساسي شرطونه دي:

((خوست ښه او روښانه اینده لري، څو فکټورونه طبعاً په کې شرط دی، چې خوشبختانه ښه امنیت په داخل دې خوست کې شته، خو باید په شاوخوا کې يې هم پیدا شي، خصوصاً د کرښې په اخوا میرانشاه او دې نورو ساحو کې، خوست ته د چټکې برښنا غځول هم د تجارت او صنعت په وده کې تاثیر لري.))

یاده دې وي د خوست د ګمرکاتو نوي تاسیسات پراخ راچاپیره دیوال، د بار وړونکو موټرونو لپاره تم ځايونه، دوه پوړيز اداري تعمير، لوى جومات او د مالونو د تخليې لپاره ګودامونه لري، چې تمه ده، د دې تاسیساتو په جوړولو سره به په خوست کې سوداګري تر دې زیاته پرمختیا او پراخیتا وکړي.

XS
SM
MD
LG