د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که پر ډیورنډ کرښه جنګسالاران ووهل شي امن به راشي'


د پاکستان او افغانستان جګپوړي چارواکي به سبا په اسلام اباد کې ويني او امنيتي مسئلو او د ترهګرۍ په ضد پر همکارۍ به خبرې اترې کوي.

د پاکستان او افغانستان جګپوړي چارواکي به سبا په اسلام اباد کې ويني او امنيتي مسئلو او د ترهګرۍ په ضد پر همکارۍ به خبرې اترې کوي.

د پاکستان خارجه دفتر په خپلې يوې خبرپاڼه کې ويلې دي چې د افغانستان د ملي امنيت د شورا مشر رنګين دادفرسپانتا او په قامي سلامتۍ او خارجه امورو د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز تيره اونۍ د امنیت په باب د دواړو ملکونو د یوې ګډې کاري ډلې پر جوړولو هوکړه کړې وه چې لومړۍ غونډه به یې د زیارت پر ورځ په اسلام اباد کې کيږي. د پاکستان له لوري د ډلې مشري خارجه سيکرېټري اعزاز احمد چودهري او د افغانستان ډلې مشري به د بهرنو چارو مرستیال وزير کوي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې په پاکستان کې د افغانستان سفارتخانې يو چارواکي د خپل پلاوي د راتللو پخلی وکړو.

د عوامي نېشنل ګوند سينټر افراسياب خټک وايي چې «دا خو ښه خبره ده چې د سيکيورټۍ پر چارو د خبرو لپاره دواړه ملکونو يوه ګډه ډله جوړه کړې ده او موږ يي په دې لحاظ هم مثبته بولو چې دواړو ملکونو ترمينځه هر هغه رابطه چې د امن او مفاهمت لپاره کيږي هغه د ستاینې وړ ده خو عملا داسې ده چې ترڅو پورې په پاليسيانو کې بدلون نه وي راغلې او خصوصا په دې سرحدي منطقو کې چې کوم جنګسالاران ناست دي ترڅو چې دواړه رياستونو له دوی کنټرول نه وي اخستې تر هغې پورې زما يقين نه دی چې دا فورمونه به کامياب شي»

پخوانی سفارتکار او افغان امورو نظر لرونکې اياز وزير وايي چې تش په کميټۍ جوړولو او يا په بيانونو ورکولو دا معاملات نه هوارېږي. دواړه ملکونو ته په دې لړ کې عملي ګامونه پورته کول پکار دي يعني که ترهګر په افغانستان کې وي نو پکار ده چې هغوی يي ختم کړي او که کوم ترهګر د پولې دې غاړه وي نو د پاکستان حکومت فرض جوړېږي چې دوی يي ختم کړي او که داسې نه کوي نو دا قسمه بيانونه مخکې هم ورکړل شوي وو او نتایج يې د ټولو په وړاندې دي

ياده دې وي چې افغانستان د ملي امنيت د شورا مشر رنګين داد فرسپانتا د تيرې مياشتې په ٢٦ نيټه د پاکستان په سفر اسلام اباد ته راغلی وو چې د دواړو هې،ادونو پر امنیتي ستونزو یې له پاکستانیو چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG