د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د وزیرستان سلګونه زره کډوال خوړو ته ضرورت لري'


د روغتیايي اسانتیاو په اړه رپورټ زياتوي چې د اغېزمنو او پتېره د ښځو درملنې لپاره ښځینه ډاکټرانو کمی دې لیرې کړل شي

د ملګرو ملتونو بشري چارو اړیکو دفتر له شمالي وزيرستانه بې کوره شوو متاثرينو د وضعې او صورتحال په اړه په خپل يو تازه راپور کې ويلي دي چې دغه کډوالو ته هره مياشت څه باندې شپږ دېرش زره کورونو لپاره ٣٦٧٠ مېټریک ټنه خوړو ضرورت دی.

د متاثرينو صورتحال او ضرورتونو په اړه تيره ورځ«دوشنبه» خپور شوې د يواين اوچا دا راپور وايي چې تر ٣٠ م جون پورې امدادي ادارو دوه کروړه او لس لاکو ډالرو مرسته جاري کړيدې.

د روغتیايي اسانتیاو په اړه رپورټ زياتوي چې د اغېزمنو او پتېره د ښځو درملنې لپاره ښځینه ډاکټرانو کمی دې لیرې کړل شي.

راپور وايي، چې د صحت نړۍوالې ادارې له لوري تر دوه لاکه پنځه شپېته زرو زياتو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکې ورکړل شوي دي خو د صحت په شعبه کې متاثرينو ته د رسايي ورکولو زغرده اړتیا ده.

د دې راپور ترمخه ٨٢ زره ماشومان د اپرېشن له وجې بې کوره شوي دي چې د زدکړې او تعليم هېڅ اسانتیاوې نه لري.

راپور زياتوي ښايي چې د شاه خوا پنځه لکو بې کوره شوو خلکو يو وړوکی شمېر به په کېمپونو کې پاتې شي او پاتې نور کډوال به شاه خوا سيمو کې د کرايو په کورونو کې واړوي.

راپور وايې چې د پاکستان حکومت له اړخه د خوراک نړۍوالې ادارې ته ٢٥٠٠ ميټرک ټن غنم ورکړل شويدې.

دغه رنګ د «يو اين او چا» دا راپور وايي، چې پر امنیتي چيک پوسټونو د تلاشې له وجې د خوراک ټرکونه پر وخت نه رسېږي.

راپور زیاتوي چې په کډوالو کې ٧٤ فيصده ماشومان او ښځې دي.

د «ملګرو ملتونو بشري چارو اړیکو دفتر» د مالوماتو له مخې چې له شمالي وزیرستانه نژدې يو لاک کډوال د افغانستان خوست ولایت کې مېشت شوي دي او د نورو ناتصديق شوو اطلاعاتو له مخې پکتيا ولایت ته تر لس زرو پورې کډوال تللي دي.

کله چې مشال راډيو د متاثرينو ضرورتونو په اړه د قبايلي سيمو افتونو نظم ادارې «ايف ډي ايم اې» مشر ارشد خان سره رابطه وکړه نو هغه وویل «يو اين اوچا» چې خپل رپورټ کې د کډوالو ضرورتونو په اړه څه ويلي دي، دی ورسره متفق دی.

نوموړی زیاتوي «د خوراک چې کوم ضرورت دی نو په هغه کې له موږ سره د خوراک نړۍواله اداره او ډبليو ايف پي لګيا ده. دغه رنګ يونيسېف او د صحت نړۍواله اداره هم کار کوي. له دې علاوه حکومت ورته ١٢ زره روپۍ ورکوي. له دې متاثرينو سره د کمک لپاره د سيفران وزارت امدادي ادارو ته هم ويلي دي»

د يو اين اوچا راپور وايي چې د کډوالو په شمېر کې نوره هم اضافه کيدای شي ځکه چې عملیات د شمالي وزيرستان په نورو سيمو کې هم کيدای شي.

XS
SM
MD
LG