د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلي ځواکونو د یرغل پر مهال یو فلسطینی وواژه


د اسرائیلو جنګې الوتکو نن د (سېشنبه)په غزې تړانګه کې پر یو شمیر هدفونو بمبارۍ وکړې او ځمکنیو ځواکونو یې په لویدیځه غاړه کې د نیولو او یرغل پر مهال یو فلسطینی په ډزو وواژه.

اسرائیلو د دوشنبې پر ورځ ویلې و چې په لویدیځه غاړه کي د دریو تښتول شويو اسراييلي ځوانانو د وژنې غچ به واخلي.

اسرائیلي پوځ په یوه بیان کي ویلي، په غزه کې یې پر ۳۴ هدفونو چې اکثر یې د حماس ډلې مربوط دي، بمبارۍ کړي او دا کار یي د توغندیو د حملو په ځواب کي کړیدی.

درې تنه اسرائیلي ځوانان د جون په ۱۲مه لادرکه شوي وو او مړي یې د جون پر ۳۰مه حیبرون ښار ته نږدې په یوه پټي کې وموندل شول.

د اسرائیل وزيراعظم بینیمین نتنیاهو ویلې چې حماس ډلې دا درې تنه تښتولې او تاوان به یي ورکړي خو حماس په پیښه کې لاس لرل رد کړیدي.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس نن (سېشنبه) د یوې غونډې جوړیدو غږ وکړ ترڅو د مړیو د موندنې پر موضوع بحث وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG