د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند او کونړ کې د بریدونو تر شا پاکستان لاس لري


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپانتا پرون«دوشنبه» په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل دوی پاکستان ته خپل وروستی سفر ګټور بولي، خو د ترهګرۍ پرضد جنګ کې د اسلام اباد هڅو ته بیا هم د شک په نظر ګوري.

نوموړي زیاته کړه چې په هلمند او کونړ کې د ترسره شویو بریدونو ترشا د پاکستان لاس ویني.

سپانتا د تیر زیارت په ورځ اسلام اباد ته ورغلی و او د پاکستاني چارواکو سره یې پر دوه اړخيزه امنيتي چارو خبرې اترې کړي وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG