د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سنګین ولسوالۍ وسله وال پر شا تمبول شوي


افغان چارواکي وايي امنییتي ځواکونو یې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ واک یو وار بیا ترلاسه کړی دی. دا ولسوالۍ تیره اونۍ د طالبانو لخوا د یو ډله ایز برید په ترڅ کې نیول شوې وه.

دسنګین ولسوال سلیمان شاه پرون له مشال راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په یاده سیمه کې امنیت بیا ټینګ کړل شوی دی خو راپورونه وايي په ځینو سیمو کې لاهم جګړه روانه ده.

دا چې په دغه جګړه کې د تلفاتو کره شمیره څومره ده ، په خپلواکه ډول یې تایید ستونزمن برېښي.

طالبانو د جون پر شلمه نېټه په سنګین ، نوزاد ، کجکي او موسا کلا ولسوالیو باندې ډله ایز برید ترسره کړی و. د افغان چارواکو په اند د بریدګرو طالبانو شمېره د اتو سوو په شاوخوا کې وه. د جنګ له امله له یادو سیمو دوه زره کورنۍ کډه کولو ته اړ شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG