د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې وسله وال اوس هم خال خال ډزې کوي


د افغان ملي پوځ سربازان
د افغان ملي پوځ سربازان

ميراجان وويل اوس هم له لښکرګاه و سنګين ته او د سنګين ولسوالۍ له مرکزه شمالي حوزو ته غځېدلې لار د ولسي تګ راتګ پرمخ تړلي ده خو يوازي د افغان پوځ زري موټر پرې تګ راتګ کوي.

د سنګين ټولنيزي شورا مرستيال حاجي ميراجان وايي، اوس هم پرځينو امنيتي پوستو بريدونه او خال خال حملي دوام لري خو دوسلوالو هغه ډليز بريدونه چې د جنګ په لمړيو ورځو کي يې پيل کړي ول نه ترسترګوکيږي.

هغه ازادي راډيو ته وويل له سميې ورته کره راپور رسيدلى دى چې په سنګين کي مېشت وسلوال طالبان دنورو سيمو لاندي کولو او پر مرکزي سيمو د ډليزو بريدونو لپاره د نورو سيمو وسلوالو کومک ته انتظار کوي. ده وويل هلته موجود وسلوال بوخت دي افغان امنيتي ځواکونه مصروفه وساتي نو ځکه خال خال بريدونه او ډزي کوي چې پر خپلو لاندې کړو سیمو قبضه ټینګه کړي.

ميراجان وويل اوس هم له لښکرګاه و سنګين ته او د سنګين ولسوالۍ له مرکزه شمالي حوزو ته غځېدلې لار د ولسي تګ راتګ پرمخ تړلي ده خو يوازي د افغان پوځ زري موټر پرې تګ راتګ کوي.

ميراجان وويل وسلوالو د سيمې خلکو ته هم خبر ورکړى دى چې له سيمې ووځي او خپل اړين توکي هم له ځان سره وباسي.

په سنګين کي د پيل سوې جګړې دوه اونۍ پوره کېږي. د هلمند والي ويلي ول چې په دې جنګ کي رهبري دپاکستان داستخباراتي اداري دافسرانو په لاس کي ده. دبهرنيو وسلوالو شتون د سيمې خلکو هم تاييد کړى دى. خو د هلمند والي وياند وايي په سنګين بريدونه کمزوري سوي دي خو خال خال ډزې اوس هم دوام لري.

عمرځواک ازادۍ راډيو ته وويل امنيتي ځواکونه هڅه کوي دوسلوالو تر مقاومت لاندې سيمي تر خپلې ولکي لاندې راولي او په هغه ځايونو کي تصفيوي عملياتو پيل کړي چې وسلوال په کې ميشت دي.

عمرځواک وايي په دي جنګ کي تراوسه ترپنځوس ډير ملکي کسان وژل سوي ددوه سوه تنو په شاخوا کي ټپيان په روغتونو کي تر درملني لاندې دي. ويل کيږي په دي روانه جګړه کي نولس تنه د ملي پوليسو او ديارلس تنه هم د ملي اوردو سرتېري تردې دمه وژل سوي او همد اشان د ملي پوليسو او ملي اردو ترشلو تنو ډير ټپيان سوي دي.

په عين وخت کې له سنګينه موسا کلا، نوزاد او کجکي ولسواليو ته غځېدلې جګړه ښکاري چې پاى ته رسيدلي ده، خو ويل کيږي امنيتي حالت لا هم ترینګلی دی.

خلک ويره لري که چېرې پروخت کافي افغان سرتيري دغه ولسواليو ته ور ونه رسېږي يوځل بيا به دوسلوالو ډله يز بريدونه پيل سي او د خلکو ژوند به له ننګونو سره مخامخ سي.

راپور: محمد الیاس داعي

XS
SM
MD
LG