د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې یو قاضي وتښتوول شو


زیارت ته غځېدلې لاره
زیارت ته غځېدلې لاره

د بلوچستان امنیتي چارواکي وايي، د دې صوبې د زیارت سیمې جوډيشل مجسټریټ تېره شپه نامالومه وسله والو تښتوولی دی. چې د راخوشي کولو لپاره يې په پښين او شاوخوا سیمو کې پلټنې پېل شوې دي. تراوسه د نوموړي د تښتوولو مسوولیت کومې ډلې قبول کړی نه دی.

د زیارت سیمې جوډيشل مجسټریټ جام ساکا دشتي د سېشنبې په شپه له پښين سیمې څخه هغه مهال تښتوول شوی، چې له زیارت څخه کوټې تر پر لاره وو. د پښين ډپټي کمشنر بشير بازي چې نه يې غوښتل ږغ يې ثبت شي، مشال راډيو ته وویل، وسله والو ساکا د پښين له زیارت کراس سیمې څخه سره له خپل محافظ او موټر چلوونکي تښتوولی، چې وروسته يې محافظ او موټر چلوونکی د پښين په سرانان سیمه کې پرې ايښې دي. د بازي په خبره وسله والو د جام ساکا دشتي موټر هم بیولی دی. د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، د ساکا د راخوشي کولو لپاره يې په پښين او شاوخوا سیمو کې پلټنې پېل کړې او ټولې تلونکې او راتلونکې لارې يې تړلې دي. د چارواکو په خبره له کوټې د کمشنر قمبر دشتي په مشری کې يوه ډله د شپې لا پښين سیمې ته رسېدلې، چې هم هلته د سیمې له لیوي او پولیس سره دغه ډله هم په پلټنو کې برخه اخلي.

د جام ساکا دشتي د تښتوولو مسوولیت د رپوټ تر بشپړېدو پورې کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی. بايد وويل شي چې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې د سرکاري چارواکو د تښتوولو د ډېری پېښو مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې قبولوي، خو په پښتون مېشتو سیمو کې يې بیا د ورته ډېری پېښو مسوولیت وسله والو طالبانو منلی، چې تر تښتوولو وروسته تښتوول شوی وزیرستان ته رسول کېږي، او تر هغه وروسته يې له کورنۍ څخه د کروړونو روپيو غوښتنه کېږي.

XS
SM
MD
LG