د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف پر ملکي حالاتو له سياسي ګوندونو سره مشاورت کوي


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف
د پاکستان وزيراعظم نواز شريف

د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک وايي چې موجوده وخت کې حکومت چې له څنګه مشکلاتو او چيلنجونو سره مخامخ دی نو له هغو د راوتللو لپاره يې خپلې هلې ځلې شروع کړې دي

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په شمالي وزيرستان کې روان پوځي اپرېشن، د ډاکټر طاهرالقادري لخوا د اتوار پر ورځ شوی ټول ګونديز کانفرنس او د عمران خان لخوا پر ١٤ اګست د لانګ مارچ له اعلان ورستو په ملک کې پيدا شوي صورتحال باندې له سياسي ګوندونو سره د مشاورت فيصله کړې ده.

د مسلم ليګ ن ترجمان صديق الفاروق له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې تير مازيګر د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ کې غونډه وشوه چې پکې د پنجاب وزيراعلې شهباز شريف او د مسلم ليګ ن يو شمير غړي موجود ول. په غونډه کې فيصله وکړل شوه چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي اپريشن له وجې په لکونو خلکو د بې کوره کيدو او سياسي تاؤ تريخوالي له وجې په پيدا شوی صورتحال باندې د غور لپاره به له نورو ګوندونو سره رابطې کوي چې د دې مسئلو څه حل راوباسي.

نوموړي وويل چې ډېر ژر به وزيراعظم نوازشريف ټول سياسي ګوندونه راوغواړي ځکه چې که د شمالي وزيرستانه بې کوره شوي خلک دي او که د ترهګرۍ پر ضد جنګ دی، دا ټولې قامي مسئلې دي او ورته به وايي که له دې ملکه ترهګري ختمه شي نو دا نه صرف زموږ بلکې د ټولې سيمي په ګټه ده نو ټولو ګوندونو ته پکار ده چې خپلې ذاتي ګټې يو طرف ته کښېږدي او ملک او قام د فایدې لپاره خپل کردار ولوبوي.

د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک وايي چې موجوده وخت کې حکومت چې له څنګه مشکلاتو او چيلنجونو سره مخامخ دی نو له هغو د راوتللو لپاره يې خپلې هلې ځلې شروع کړې دي او په دې لړ کې نه یوازې د وزيراعظم نوازشريف او پنجاب وزيراعلا شهباز شريف ترمينځ ملاقات بلکې د مسلم ليګ ن په خپلمينځيو ملاقاتونو کې هم پر دې خبره غور کېږي چې څنګه دغه سياسي تاؤ تريخوالې کم کړل شي

نوموړي زياته کړه که مسلم ليګ ن ته له لومړۍ ورځې پکار وه چې ټولې مسئلې يې له نورو ګوندونو سره په سلا مشوره هوارولای.

XS
SM
MD
LG