د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي زیاتېږي


په افغانستان کې ټولنیزې رسنۍ دومره مهمې شوې دي چې د ولسمشریزو انتخاباتو پر وخت نوماندانو پر فېسبوک پاڼې جوړې کړې او خپل کیمپېن یې پر انټرنیټي هجرو هم پر مخ یووړ.

دي نیشنل ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د لیک لوست کچ هم په تېزۍ زیاتېږي. ګڼ افغانان اوس فېسبوک او ټوېټر استعمالوي. همداراز، د انټرنیټ فیسونه هم په کمېدو دي. په افغانستان کې دا مهال د موبایل ټیلي فون خدمات ورکوونکي څلور شرکتونه یا کمپنۍ دي چې د درې جي ټېکنالوژۍ خدمات ورکوي. حکومت په دې وروستیو کې یو بل شرکت پرانیستی دی چې د درې جي خدمات تر اوسنۍ بیې نیم په نیم په کم قیمت ورکوي چې دا به په هېواد کې نورې کمپنۍ هم دې ته اړ کړي چې د خپلو خدماتو بیه ټیټه کړي.

په افغانستان کې اوس ولس ټولنیزې رسنۍ دومره زیاتې کاروي چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو په یوه بیان کې افغانانو ته وویل چې پر ټولنیزو رسنیو د خپل نظر په خپرولو کې له احتیاطه کار واخلي چې په هېواد کې سیاسي چاپېریال تریخ نشي. د هېواد د مشرانو جرګې یوه غړي ان دا وویل چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پر ضد باید جهاد وشي ځکه چې خلک په ازادانه ډول خپل نظر څرګندوي او د حکومت له پلوه ورباندې هېڅ بندیز نشته.

په افغانستان کې ټولنیزې رسنۍ دومره مهمې شوې دي چې د ولسمشریزو انتخاباتو پر وخت نوماندانو پر فېسبوک پاڼې جوړې کړې او خپل کیمپېن یې پر انټرنیټي هجرو هم پر مخ یووړ.

د انتخاباتو د لومړي او دویم پړاو پر ورځو، د رایې ورکونې په لرې پرتو مراکزو کې خلکو پخپله د ټولنیزو رسنیو له لارې انتخاباتي بېقاعدګۍ په ګوته کړې او د درغلۍ ویډیوګانې او انځورونه یې پر ټولنیزو ووبپاڼو شریک کړل.

ورځپاڼه لیکي، په دې لړ کې تېر کال (۲۰۱۳ز) پر ټولنیزو رسنیو د لا نورې پوهې لپاره د پیوندګاه په نوم یوه پروژه هم پیل کړل شوه چې خلک ولسي ژورنالېزم ته وهڅوي او ورته وښيي چې په څه ډول پر ټولنیزو رسنیو خپل نظرونه شریک کړي او څنګه له ځانګړو پېښو خپل هېوادوال خبر کړي.

د پیوندګاه پروګرام نه یوازې خلکو ته د خپل نظر د رسولو روزنه ورکړه بلکې د کاروبار د پرمختګ او د بازار موندنې د چلونو تر څنګ یې ورته د ژورنالېزم اساسي نکتې هم ورزده کړې.

دي نیشنل ورځپاڼه زیاتوي، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ فیصده خلک موبایل ټیلي فونونو ته لاسرسی لري او د دې دا مانا ده چې په ښارونو او کلیو دواړو کې ډېر ګنجایش شته دی چې لا زیات خلک له ټولنیزو رسنیو کار واخلي.

XS
SM
MD
LG