د لاسرسي ځای

پر پېښور له راکټي بریدونو د دوو عسکرو په ګډون څلور کسه ژوبل


پر پېښور له توغول شوو درو راکټونو د پاکستاني پوځ د دوو عسکرو په ګډون څلور تنه ټپيان شوي دي.

دا راکټونه بېګا شپه له نامالومه ځایه غورځول شوي چې یو یې د پاکستاني پوځ بلوچ رجمنټ نومي مرکز ته نژدې، بل د پېښور هوايي ډګر ته څېرمه پر یو کور لګېدلی او درېیم د تاکال په کروندو کې پرېوتې دی خو ځاني زیان یې نه دی اړولی.

چا د دې پېښې پړه نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG