د لاسرسي ځای

د قادري له ټولګوندیز کانفرانسه د ځینو ګوندونو دپریکون اعلان


مولانا طاهر القادري

مولانا طاهر القادري

د پاکستان ځینو لویو سیاسي ګوندونو لکه پیپلزپارټۍ،مسلیم لیګ ن، عوامي نیشنل ګوند او پښتونخواملي عوامي پارټۍ د مولانا طاهرالقادري له لوري د جولایي په ۲۹ نیټه په ټول ګوندیز کانفرنس کې د ګډون نه کولو ویلي دي . بلې خوا ته پاکستان مسلیم لیګ ق،ایم کیو ایم ، تحریک انصاف او ځیني نورو ګوندونو په دغې کانفرنس کې د ګډون کولو اعلان کړی دی.


شنونکي وایي مولانا طاهرالقادري دا غونډه په دې موخه رابللی ده چې د مسلم لیګ نواز ډلې په حکومت فشارونه زیات کړي . د سیاسي چارو کارپوهه ډاکټر توصیف احمدخان وایي د عمران خان او ایم کیو ایم په ګډون شاید ځینې نور ګوندونه د ډاکتر طاهرالقادري هر ډول ملاتړ اعلان کړي او دا ملاتړ په راتلونکو څو میاشتو کې اوسنی حکومت د سخت فشار سره مخ کړي:


((په پاکستان کې عموما په هغه وخت کې حکومتونه له فشار سره مخ کیږي چې کله پوځي ادارې ددوی سره په تضاد کې روانې وي ، د تېرو ۱۵ ورځو راهسې خو داسې ښکاري لکه چې اسټبلشمنټ د اوسني حکومت ملاتړ کوي،اوس په وزیرستان کې هم پوځي اپریشن روان دی او پوځ نه غواړي چې د کوم سیاسي تحریک له وجې دې ته زیان ورسیږي،خو د پاکستان تېر تاریخ څه داسې دی چې د ځینو قوتونو په تګلاره کې ناڅاپي بدلون هم راتلی شي نو ځکه د دې حکومت د راتلونکي په اړه باوري خبره کول اسان نه بریښي.))


د ډاکټر توصیف احمدخان په خبره د پاکستان اوسنی سیاسي وضعیت ددې اجازه نه ورکوي چې پوځي کودتا وشي او په دې توګه منتخب حکومت لرې کړای شي ، خو د سیاسي او مذهبي ګوندونو د ملاتړ لارې د حکومتونو لېرې کول ناشونی خبره نه ده .


د سیاسي چارو یو بل کارپوه قیصر محمود وایي، د عمران خان له لوري تېر کال په پاکستان کې ترسره شویو ټاکنو نتیجې یو کال روسته نه منل،او د پښتونخوا صوبې د اسمبلیو څخه د وتنې اشارې ورکول ددې غمازي کوي چې په نزدې راتلونکي کې د پاکستان په سیاسي میدان کې یو څه کیدونکي دي:


((دی وایي پاکستان اوس مهال له یوې ډډې د کورنۍ جګړې او له بلې ډډې په جنګي صورتحال کې ګېر دی، په داسې حالاتو کې د طاهرالقادري ، عمران خان یا له نورو ډلو لخوا د ستونزو نوي محاذونه پرانیستل به ددې ملک او ددې ملک د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړي.))


د قیصر محمود په خبره که د پاکستان سیاستوال په دې حالاتو کې د خپل فکري بلوغت څرګندونه ونه کړي نو په راتلونکی کې د پاکستان ولس د نورو ستونزو سره هم مخ شي .

XS
SM
MD
LG