د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لومړۍ نړیوالې جګړې سلمه کالیزه


د لومړۍ نړیوالې جګړې د عسکرو یاد
د لومړۍ نړیوالې جګړې د عسکرو یاد

له نن (۲۷م جون) څخه سل کاله وړاندې په نړۍ کې یوه پيښه د شل میلیونه انسانانو د وژل کیدو سبب شوه.

فرشته جلالزۍ

له نن (27م جون) څخه سل کاله وړاندې په نړۍ کې یوه پيښه د شل میلیونه انسانانو د وژل کیدو سبب شوه.

د ۱۹۱۴م کال د جون پر ۲۸ ، د پخوانۍ یوګوسلاویا په سراییو ښار کې د اسټرو- هنګري امپراطورۍ پر ولیعهد ارشیدوک فرانز فردیناند ډزې وشوې او ووژل شو.

نولس کلن سربي ځوان ګاوریلو پرنسیپ د دې اتریشي ولیعهد په وژلو د لومړۍ نړیوالې جګړې اور بل کړ.

پرنسیپ د اسټروهنګري امپراطورۍ له کنټروله د سربیا د ازادۍ لپاره دا تاریخي قتل وکړ .

د شهزاده فردیناند تر وژل کیدو وروسته اسټروهنګري امپراطورۍ د سربیا پر ضد جګړه پيل کړه.

روس ، بریتانیا او فرانس د اتریش [اسټریا] ، جرمني او ترکي پر ضد ودریدل او تر شل میلیونه زیات انسانان په کې ووژل شو.

د سربیا او د بوسنیا د سربانو رهبران ګاوریلو پرنسیپ د غلامانو د ازادۍ مبارز ګڼي. د تېرې جمعې په ورځ د سراییو د ختیځ په هغه برخه کې چې اکثریت سربان ژوند کوي ، د پرنسپ یوه مجسمه ودرول شوه .

په بوسنیا کې د سربانو د جمهوریت ریپبلیکا سربسکا [Republika Srpska ] مشر میلوراد دودیک وویل چې د بوسنیا خلک په سراییو کې د اسټرو- هنګري امپراطورۍ د ولیعهد د وژل کیدو په اړه لا هم ویشل شوي دي او دې پيښې ته له مختلفو دریځونو ګوري .

خو دودیک ټینګار وکړ چې سربان پر خپل تاریخ، د ازادۍ لپاره پر خپلو جګړو او د خپل ملي یو والي د ساتلو لپاره د خپلو نیکونو پر مبارزې ویاړي.

دودیک وویل ً زموږ ګډې تاریخې پيښې او ورته تاریخي حقایق په سراییو کې په داسې توګه وړاندې کیږي چې بل ډول څرګند شي. موږ د تاریخ په اړه له داسې تجدید نظر سره موافقه نه لرو او داسې بوسنیا هرزګوینا چې د سربانو هرکلی نه کوي، نه منو. موږ خپل سرب جمهوریت لرو . د ګاوریلو پرنسپ او د ځوانې بوسنیا د غړو پر لار تګ ته به دوام ورکوو څو خپل استقلال ټينګ وساتو په بلاخره د ریپبلیکا سربسکا ازادي واخلوً .

نن به د سرایوو ښار په مرکز کې د ویانا فیلهارمونیک کنسرټ وي او د اتریش ولسمشر هنز فیشر به پکې ګډون وکړي.

دا کنسرټ به د سراییو ښار د ملي کتابتون په هغه تالار کې جوړ شي چې په ۱۹۹۲م کال کې د سربيا ځواکونو په بوسنیا کې د جګړې پرمهال ویجاړ کړی وو.

د ویانا فیلهارمونیکا ارکستر مشر کلیمینز هلسبرګ وايي چې په سراییو کې د نن په کنسرټ کې به نړۍ ته د سولې پیغام ورکړي.

کلیمینز هلسبرګ زیاته کړه چې ً دا پيغام ډير څرګند دی . زه د یوه اتریشي په حیث وایم چې جنګ انتخاب نه دی نو د هنر او موسیقي په ژبه دا اخلاقي پيغام لرو چې جګړه باید هیڅ کله را ونه ګرزيً.

د سربیا ولسمشر تومیسلاو نیکولیچ او د دې هیواد وزیراعظم الکساندر وچیچ به د سربیا په ختیځ کې په دې اړه په خپلو مراسمو کې ګډون وکړي.

د سراییو ښاروال ایوو کومسیچ ویلي ، هغه کسان چې په سراییو کې په مراسمو کې له ګډونه ډډه کوي، یوازې د تاریخ په اړه نه بلکه د سیمې د راتلونکي په اړه یې خپل نظر ښکاره کړ .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG