د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلخ ترافیکي پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي


په بلخ کې نن (شنبه) سهار د یوې ټرافیکي پيښې له امله ۵ تنه ووژل شول او۱۶ نور هم ټپيان شول.

د بلخ د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري مشال راډیو ته دا پېښه تایید کړه او ویې ویل چې د یوه درې سوه درې ډوله مسافروړونکي بس او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله دا مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوښتې ده. قادري زیاته کړه، د پنځو ټپيانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

چارواکو د پېښې علت د موټرو د چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG