د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د پښتونخوا حکومت د ټولو ګوندونو غونډه رابللې ده


د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک

د خيبر پښتونخوا حکومت نن (شنبه) د شمالي وزيرستان د کډوالو او په صوبه کې د روانو حالاتو په اړه د بحث کولو لپاره د ټولو سیاسي ګوندونو غونډه رابللې ده.

پېښور: د خيبر پښتونخوا حکومت نن (شنبه) د شمالي وزيرستان د کډوالو او په صوبه کې د روانو حالاتو په اړه د بحث کولو لپاره د ټولو سیاسي ګوندونو غونډه رابللې ده.

د جمعې په ورځ د وزیراعلی له دفتره په یو خبرپاڼه کې وویل شو چې دا غونډه به د شنبې په ورځ پر ۱۱ بجې پیل شي په کوم کې چې به د شاوخوا ټولو ګوندونو استازي ګډون ورکړي.

په خبرپاڼه کې د ورکړل شوو مالوماتو له مخې په دې غونډه کې به ګډون کوونکي سیاستوال او نور چارواکي په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو له کبله د بې کوره شوو خلکو پر ستونزو او د خيبر پښتونخوا د امنيت په اړه پر موجودو اندېښنو خبرې وکړي.

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د جون میاشتې له ۱۵مې نېټې د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي دي چې له کبله یې تر پنځه لکه زیات خلک بې کوره شوي دي.

د دې پوځي عملیاتو له کبله زیاتره خلک خیبر پښتوخوا ته تللی او هم داسې لوی شمېر خلک د ډیورنډ کرښې هغې بلې خواته اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG