د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان ډپلومایسي او تورونه به څه نتيجه ورکړي؟


د ولسمشر کرزي د واک په وروستۍ ورځو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د نوو خبرو اترو پېل که يو خوا د خلکو په ذهنونو کې پوښتنې را ولاړي کړي نو بل خوا د دواړو لوريو لخوا پر يو بل تورونه دوام لري.

افغان ولسمشرحامد کرزی ويلي چې د هلمند په جګړه کې بهرنیان لاس لري او همدوی له افغان امنيتي ځواکونو سره جنګيږي. نوموړي دا خبره د پنج شنبې په ورځ د هلمند، فراه او نیمروز له قومي مشرانو سره د لیدو پر مهال وکړه او د هلمند جګړه يې په افغانستان کې د بهرنیانو د اهدافو لپاره یوه وسیله وبلل.

«ملي اردو، پولیس او د هلمند والي راپور راکړی چې هغه څه چې په هلمند کې جریان لري بهرنیان په ښکاره ډول په کې دخیل دي. پردي زموږ سره جنګیږي، اوږده ویښتان لري او یوه کلمه پښتو یا دري خبرې نه شي کولای، خو زموږ خلک بربادیږي. نو دا جنګ د پردو جنګ دی او د پردو د اهدافو او اغراضو لپاره دی.»

تر دې وړاندې هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي و چې په کنړ ولايت کې پاکستاني پوځيان په ولسي جامو کې پر افغان امنيتي پوستو بريدونه کوي. د افغان حکومت لخوا د دا ډول تورونو په اړه چې مې کله په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د وزيراعظم له سلاکار سرتاج عزيز څخه وپوښتل نو نوموړي وويل چې دوی په افغانستان کې په روانو جګړو کې لاس نلري ځکه چې د هغه هيواد ګډوډي د دوی لپاره په زيان تماميږي.

«پاکستان ته دې د وسله والو ډين اېن اې ورکړي چې هغه سل کسان چې وژل شوي دي آيا په هغوی کې پاکستانيان شته، بالکل نشته. موږ به ولې داسې کار کوو. دا خو هسې تورونه دي. ځکه پرون چې موږ غونډه وکړه نو دا مو وويل چې داسې بې بنياده خبرې به نه کيږي. داسې خو ډېر وسله وال کسان هلته [افغانستان] هم ګرځي او دلته [پاکستان] هم ګرځي، بيا هم خاماخا آی اېس آی پکې راشي. ولي به موږ داسې کوو. که په افغانستان کې، که په کابل کې اړی ګړی جوړيږي نو دا زموږ لپاره تاوان دی.»

ولسمشر کرزي په داسې حال کې په افغانستان کې د مداخلت په اړه وينا کړې چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپانتا د پنج شنبې په ورځ د يو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته تللی و او هلته يې د پاکستان د وزيراعظم نواز شريف په ګډون له لوړ پوړو حکومتي او پوځي چارواکو سره وليدل. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه په خپره شوې اعلاميه کې ويلي چې د غونډې مهمه نکته د دواړو هيوادونو تر منځ امنيتي همکاري زياتول و او داړو لوريو موافقه وکړه چې بې له کومه امتيازه به د ترهګرو په ضد اقدامات کوي او داوړو خواوو ته به د دوی پټن ځايونه له مېنځه وړي. په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د دواړو هيواونو اړونده چارواکي به د راتلونکې پنج شنبې په ورځ بيا په اسلام آباد کې غونډه کوي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ دغه نوي دوه اړخيزه خبرې اترې په داسې حال کې پېل شوي چې پاکستاني ځواکونه په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد عملیات کوي. په پېښور کې د پاکستان پخوانی ډپلوماټ او د سياسي چارو کارپوه اياز وزير وايي چې تر هغو خبرې اترې نتيجه نشي ورکولای تر څو د دواړو خواوو لخوا عملي ګامونه نه وي پورته کړل شوي.

«که چيرې دوی، هم افغانستان او هم پاکستان، دا وار له خپلو پوځي قواوو سره فيصله کړې وي چې د يو بل خلاف به ترهګر نه ساتو نو بيا خو دا پروسه بالکل سر ته رسيږي، هيڅ مشکل نشته. خو په دې کې د خلکو لږ تحفظات ضرور دي چې خبره خو ښه ده خو چې دې ته عملي شکل ورکړل شي نو هله به يې خلک مني، تش په خبرو اترو نه کيږي.»

د ولشمسر کرزي د تور په اړه اياز وزير زياتوي چې د روانو جګړو ډېر عوامل وي او په دې کې ډېر اړخونه لاس لري خو په داسې صورت کې بايد پاکستان ته ثبوت وړاندې کړل شي.

«څرنګه تور چې کرزي صيب لګولی دی چې پاکستاني پوځيان په نورو جامو کې را ننوتلي دي او دا کار کوي، شايد وي پکې، زه دا نه وايم چې نه به وي، خو ګرانه ده چې ټوله يې تسليم کړو چې هو بالکل همدغه ده. ځکه چې جنګ خو په افغانستان کې له ډېره وخته روان دی او د دوی خپل خلک يې کوي. او که څه ثبوت ورسره وي نو هغه دې پاکستان ته وړاندې کړي چې دغه خلک وګوره. دا تش وينا چې هغه پښتو نه وايي يا دري نه وايي، او نوره ژبه وايي نو هغه خو له نورې دنيا نه هم خلک راوستی شي. اوس دنيا ډېره لرې لرې لاړه. اسلحه به هم ستا د کور استعمال شي، هلک به هم ستا د کور استعمال شي خو ته به ترې خبر هم نه يې.»

بل پلو په کابل پوهنتون کې د سياسي علومو ښوونکی او د سيمه ايزو چارو کارپوه پروفېسر نصرالله ستانکزی وايي د پاکستان په سياست او ډپلوماسۍ باور کول نه دي پکار.

«تيرو ۱۳ کلونو دا ثابته کړه چې پاکستان په افغانستان کې امن نه غواړي. د پاکستان ډپلوماسي او د پاکستان عملي سياست ډېر فرق سره کوي. په دې مانا چې عملي سياست د پوځ او استخباراتي کړيو په لاس کې دی او ډپلوماسي په ظاهره د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په لاس کې ده چې د لومړي وزير د دفتر لاندې څرخي. په دې اساس زه فکر نه کوم چې دا خبرې کومه نتيجه ورکړي. بل د پاکستان د مداخلت په ارتباط مخکې هم ثبوتونه وړاندې شوي دي، نړۍ هم په دې پوهيږي، افغانان هم په دې پوهيږي او پاکستانيان هم په دې پوهيږي.«

د ولسمشر کرزي د واک په وروستۍ ورځو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د نوو خبرو اترو پېل که يو خوا د خلکو په ذهنونو کې پوښتنې را ولاړي کړي نو بل خوا د دواړو لوريو لخوا پر يو بل تورونه دوام لري.

XS
SM
MD
LG