د لاسرسي ځای

تازه خبر

له وزیرستاني کډوالو سره د تحول او تداوم ټیم مرسته


د اشرف غني احمدزي په مشری د تحول او تداوم د ټیم د منځنۍ کچې ځنو سوداګرو په خوست کې د کډوالو په ګلان پنډغالي یا کېمپ کې پر پنځه سوه مستحقو کورنیو د پنځوس زره ډالرو په ارزښت یو شمېر خیمې همدارنګه خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل.

د اشرف غني احمدزي په مشری د تحول او تداوم د ټیم د منځنۍ کچې ځنو سوداګرو په خوست کې د کډوالو په ګلان پنډغالي یا کېمپ کې پر پنځه سوه مستحقو کورنیو د پنځوس زره ډالرو په ارزښت یو شمېر خیمې همدارنګه خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل، یادو سوداګرو د افغانستان د نورو شتمنو خلکو هم هیله وکړه، چې د روژې میاشتې په دې شپو ورځو کې د وزیرستاني او قبایلي سیمو د کډوالو سره مرستې وکړي.

د تحول او تداوم ټیم یو شمېر سوداګرو چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو درې ډکې لارۍ يې د ګربزو د ګلان په کېمپ کې کډوالو سره د مرستې له پاره وروړې وې، مشال راډیو ته وویل، چې په دې ځای کې د قبایلي سیمو کډوال د ژوند په ټولو خواوو کې د سختو ستونزو سره مخامخ دي او په دې حالت کې شتمن افغانان باید دوی سره د پراخو مرستو له لارې خپل ملي رسالت او اسلامي وجیبې سرته ورسوي.

ملي سوداګر حبیب حسام چې د لوی ننګرهار اوسیدونکی دی او د یادو مرستو تنظیم او ویش له پاره د نورو سوداګرو سره یو ځای ګلان کېمپ ته ورغلی وویل، چې د دوی په مرستو کې خیمې، کولر، غوړي، وریجې، اوړه، د ګارز ډبې او د سولرو تښتې موجودې دي، چې پر پنځه سوه کورنیو يې ویشي.

د حبیب حسام په وینا دا مرستې د تحول اوتداوم ټیم د منځنۍ کچې د سوداګرو له خوا برابرې شوي دي:

((د متوسطې سطحې هغه تجاران چې د تحول او تداوم د انتخاباتي ټیم هواخواهان دي، دا يې وپتیله او دا يې ښه وګڼله، چې د تحول او تداوم د ټیم په ابتکار سره دغه د وزیرستان نه راغلي مهاجرو سره مرستې راټولې او مستحقینو خلکو ته يې تقسیم کړي.))

یو بل تن سوداګر هم مشال راډیو سره په خبرو کې د شتمنو افغانانو څخه وزیرستاني کډوالو سره د بیړینو مرستو هیله وکړه:

((زما نوم احمدشاه دی یو د ملي تجارانو نه یم، زما غوښتنه د نورو تجارانو نه داده، چې دغه د روژې مبارکه میاشت ده او دا مهاجر چې دي، ټول زموږ پښتانه وروڼه دي، دوی د ژوندانه له ډېرو سختو مشکلاتو سره مخامخ دي، زما غوښتنه داده، چې ټول دې د دوی مرستو ته راودانګي، دغه کمک او همکاري څومره هم چې کولای شي دغه مسلمانو وروڼو سره يې وکړي.))

د میرانشاه د سیمې یو تن ځوان کډوال د خوستوالو د مرستو نه په قدردانۍ یادونه کوي، نوموړی د ګلان په پنډغالي کې د اوبو او تشنابونو د برابرولو پر اړتیا ټینګار کوي.

په ګلان کېمپ کې یو سپینږیری حسن منیر د حبیب حسام په شان د نورو سوداګرو هم غوښتنه کوي، چې وزیرستاني کډوالو ته سره دې په دې ستونزمن حالت کې مرستې وکړي.

یو تن کډوال ځوان وايي، هر کله چې د پولي دېخوا راتلل، نو خلکو په لارو کې ورته سړې اوبه او د خوږو اوبو شربتان ورکول، او دلته هم داسې احساس نه کوي، چې کوم پردي ځای ته راغلي دي:

((نوم جاویدالله ده د ممدخېلو اوسیدونکي یو، ځکه دلته راغلي یو، چې زموږ په وطن وزیرستان کې حالات ډېر خراب دي، الحمدالله ستاسو خلکو زموږ سره ډېره مرسته وکړه، کله چې موږ راتلو دې خلکو موږ ته د شربتونو ډرامونه ډک کړي وو، کولرونه يې ايښي وو او کډوالو ته به يې شربتونه ورکول، موږ ته داسې محسوسیږي لکه خپل وطن مو چې وي.))

د خوست د ګربزو ولسوال محمداکبر ځدراڼ ګلان په کېمپ کې د کډوالو د ارقامو او اړتیاوو په تړاو داسې څرګندونې وکړې:

((د هغو ارقامو له مخې چې زموږ سرحدي چیک پوسټونو لیکلي ګربزو ته له لسو زرو ډېر فامیلونه راغلي دي، موږ په اوله قدم کې دې خلکو له پاره د سرپناه له پاره خیمې غواړو، همدارنګه خوراکي او غیر خوراکي توکي، اوبه، روغتيايي خدمتونو مرستې غوښتي دي.

مطلب دا چې دا خلک په یو څادر او یو جوړ جامو کې دلته راغلي دي، د ژوند هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري نو موږ د پوهنې په ګډون په ټولو برخو کې دوی سره د نړیوالو مرستندویانو، مرکزي حکومت او ولایت مقام څخه د مرستو غوښتونکي یو.))

یاده دې وي افغان ولسمشر حامد کرزي په خپل وروستي راډیويي پیغام کې وزیرستاني کډوالو سره د خوست د خلکو مرستې او مېلمه پالنه ستایلې او د خوستوالو يې قدرداني کړې ده.

XS
SM
MD
LG