د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار ټرافیکي پېښه کې ۱۷ تنه وژل شوي


ننګرهار کې د یوې ټرافيکي پيښې له امله ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضيا عبدالزي مشال راډيو وویل:

نن (جمعه) سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد تور خم په لویه لاره د امان الله خان ښارګوټې په سیمه کې د يوې ټرافيکي پيښې له امله اولس تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

عبدالزي زياتوي: يوه کوستر موټر چې له سپرليو ډک و، او له تورخم څخه د جلال اباد په لور راروان و،له يوه ټيلر موټر سره ټکر شوی او ياده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

نوموړي د ټکر لامل د ټيلر موټر چلوونکي بې احتياطي ښودلې چې د پوليسو له خوا نيول شوی دی.

په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG