د لاسرسي ځای

پاکستاني پوځ ویلي، د شمالي وزیرستان عملیات ((د پاکستان د بقا جګړه ده)) او دا به په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره لار برابره کړي.

دا خبره بېګا ماښام د پوځ د عامه اړیکو (ای اېس پی ار) ویاند مېجر جنرال عاصم باجوه خبریالانو ته وکړه. ده دعوه وکړه چې دا عملیات ((د ښو او بدو طالبانو)) له توپیر یا فرقه پرته کېږي. ده وویل، په عملیاتو کې د حقاني شبکې وسله وال هم په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG