د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: اچين کې ۴۱ ژورې څاګانې ګټې اخيستنې ته پرانستل شوې


د ننګرهار د سولې ولايتي کميټې له اړخه د اچين سرحدي ولسوالۍ اړوند کليو کې يو څلويښت ژورې څاګانې ګټې اخيستنې ته پرانستل شوې.

د ننګرهار د سولې ولايتي کميټې له اړخه د اچين سرحدي ولسوالۍ اړوند کليو کې يو څلويښت ژورې څاګانې ګټې اخيستنې ته پرانستل شوې.


د ننګرهار اچين ولسوالي چې د ډيورنډ کرښې په غاړه خيبرايجنسۍ سره په پوله پرته ده، خلک يې وايي چې له ګڼو بنيادي سهولتونو څخه محروم دي، سرکونه يې کچه دي، روغتيا او تعليمي مرکزونه په کې د نيشت برابر دي تر دې چې د څښلو لپاره يې کافي اوبه هم نه لرلې. خو په دې وروستيو دوه کلونو کې چې يو شمير د دولت وسله وال مخالفين په یاده ولسوالۍ د سولې له شورا سره يو ځای شوي، دولت ورته يو لړ پرمختيايي پروژې پلي کړي چې يوه هم په کې د ژورو څاګانو کيندل وو.


د ننګرهار د سولې د ولايتي کميټې مشر ملک نذير وايي چې د سولې عالي شورا په هر هغو ولسواليو کې ورته پروژې پلي کوي چې خلک يې سولې ته راوګرځي. دی وايي:


« د اچين ولسوالۍ نه زيات شمير طالبان د سولې له پروګرام سره يو ځای شوي وو، بيا د همغې طالبانو د عرض په اساس او د منطقې د شوراګانو د غوښتنو په اساس په اچين کې څاګانې غوره کړې، موږ بيا د دوی پيشنهاد وليږلو، د دوی لپاره څاګانې منظور شوې، د يو لک او څلور ديرش زرو ډالرو په لګښت باندې موږد اچين ولسوالۍ کې ي، څلويښت څاګانې وايستلې، سر ته ورسيدې او تکميل شوې.»

دا چې کيندل شوې څاګانې څومره په اينجينري معيارونو پوره دي، دا پوښتنه د ننګرهار د کليو او پراختيا ريس اينجينر حکيم الدين دا رنګه ځوابوي:


« انشاالله دا پروژه زموږ د اينجينر صاحبانو له خوا موږ ته اطمنان راکړ شوی دی په ليکلې بڼه چې په دې پروژه کې کارونه ښه په دقت سره اجرا شوي دي او خلکو د خوښۍ او رضايت سبب شوي دي.»

‎د اچين ولسوالۍ د انکشافي شورا منشي محمد ایاز وايي چې د دغو ژورو څاګانو له برکته به تر ډيره حده د اچين ولسوالۍ د خلکو د څښلو د اوبو ستونزې راکمې شي.


« دغه پروژه کې يو څلويښت څاګانې دي، دا په مختلفو قريو کې دي، د اچين ولسوالۍ چې د هغوی له جملې څخه پيښې قريه ده، عبدالخيلو قريه ده، باندر قريه ده، ده سرک قريه ده، پيښې خوړ دی او کيي کلی دی. له دې نه مخکې دا ولسونه د څښلو اوبو له مشکل سره مخ وو، اوس چې دا څاګانې وکيندل شوې، نو څه نا څه د خلکو مشکلات به راکم شي.»

د ننګرهار د سولي ولايتي کميټې چارواکي وايي چې تر دې د مخه يې د روداتو ولسوالۍ اړوند بړو کلي کې ډ يوه ښوونځي ودانې جوړه کړې، په شيرزادو ولسوالۍ کې يې سرک اسفاټ کړی. او په هر هغې ولسوالۍ کې به پراختيايي کارونه وکړي چې خلک يې له جنګه سولې ته راوګرځي.

XS
SM
MD
LG