د لاسرسي ځای

تازه خبر

امارات او قطر الوتکو پېښور ته الوتنې وځنډولې


د پېښور هوايي ډګر یو مشر چارواکي لطيف الحق مشال راډيو ته وويل چې د امارات له هوايي کرښې سره سره قطر هوايي کرښې هم خپل سروس په عارضي توګه ځنډولی دی.

د جون پر ۲۳ مه نېټه د پيښور پر باچا خان نړۍوال هوايي ډګر باندې د پي آی اې پر یوې الوتکې د کوزيدو پر مهال د ډزو له پيښې وروستو امارات هوايي کرښې «ائير لاینز» او قطر هوايي کرښې پر باچا خان هوايي ډګر د خپلو الوتکو کوزولو خدمت په عارضي توګه ځنډولی دی.

بلخوا د پيښور پوليس وايي، چې د هوايي ډګر لپاره يې نوې امنیتي منصبه تياره کړې ده.

د امارات هوايي کرښې لخوا مشال ريډيو ته تر لاسه شوي اي ميل تر مخه د تازه امنيتي صورتحال لامله امارات هوايي کرښې په پيښور هوايي ډګر باندې له پنځويشتم جون څخه تر نامالومې مودې پورې خپل سرویس ځنډولی دی او دا چې د دې لامل اغېزمن شوو مسافرو ته به دوی له نورو ځايونو د سفر اسانتياوې برابروي.

د پېښور هوايي ډګر یو مشر چارواکي لطيف الحق مشال راډيو ته وويل چې د امارات له هوايي کرښې سره سره قطر هوايي کرښې هم خپل سروس په عارضي توګه ځنډولی دی.

" قطر هوايي کرښې بيګا خپله الوتکه په اسلام اباد هوايي ډګر باندې کوزه کړې دې. دوی په عارضي توګه د اسلام اباد هوايي ډګر کاروي خو نورو هوايي کرښو «ائير لائنونو» خپل سرویس د پېښور هوايي ډګر څخه شروع کړې دې نو ځکه موږ اميد لرو چې ډير زر به قطر او امارات هوايي کرښې هم له پېښوره خپل فعاليت بيا پيل کړي. له دې علاوه هر څه د معمول مطابق روان دي بيګا او سهار د شاهين ، ائير بليو ، انډس او ائير عربيه الوتکې تللې او راغلې دې اوس د سعودي هوايي کرښې لائنز يوه الوتکه هم راتلونکې ده"

ايس پي کينټ فيصل کامران مشال ريډيو سره خبرو کې وويل چې د پيښور هوايي ډګر لپاره يې نوې امنیتي منصوبه جوړه کړې ده.

"له موږ سر چې کوم د قبائلي سيمې څخه پيښور ته راتلونکې لارې دې او د پيښور چې کومه د قبایلې سيمې سره پُوله ده په هغې موږ هڅه کوؤ چه د پوځ او ايف سي سره په ګډه چيک پوسټونه جوړکړو او له هوايي ډګر سره نزدې ابادي چې الوتکې د کوزيدو مهال راټیټېږي نو د هغو سیمو خوندي کولو څخه وړاندې لازمي ده چې له قبایلي سيمې سره د پيښور پُوله خوندې کړو"

نوموړي دا هم وويل چې د پي ای اې په الوتکه د کوزيدو پر مهال د ډزو د پيښې وروستو تيره ورځ پوليس تر ۲۰۰ څخه زيات مشکوک کسان نیولي ول او نن يې د سربند په اچينې سيمه کې ۶۹ نور مشکوک کسان نيولي چې پلټنې ترې روانې دي۔

ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې پيښور هوايي ډګر باندې د پي ای اې په الوتکه د کوزيدو پر مهال د نامالومه کسانو د ډزو په پيښه کې يوه مساپره ښځه ووژل شوه او د پي ای اې دوه کارکونکي ژوبل شول.

یاده دې وي چې په پېښور هوايي ډګر باندې په ۲۰۱۲ م کال په دسمبر مياشت کې وسله وال بريد شوی وؤ او څو ځله پرې له نامالومه ځايه د راکټونو بريدونه هم شوي دي.

XS
SM
MD
LG