د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې هم د عراق غوندې حالات پېښېدای شي


سي اېن اېن ووبپاڼه لیکي، که څه هم اوس د اوباما حکومت په عراق کې د ثبات راوستو بېلا بېلې لارې لټوي، خو یوه لار هم دا ګارنټي نه ورکوي چې هلته به ثبات راشي.

سي اېن اېن ووبپاڼې لیکلي، په عراق کې چې نن سبا څه پېښېږي دا په هره مانا خواشیني کوونکي دي. د ۲۰۱۱ز کال په ډېسېمبر کې له عراقه د امریکايي سرتېرو د وتلو پر وخت عراقي امنیتي ځواکونه د هېواد د امنیتي چارو پر مخ بیولو ته تیار نه ول. له هغه هېواده د امریکايي سرتېرو د وتلو پر پرېکړې به تر ډېره وخته بحث کېږي چې دا سم کار وو او که نه؟ خو یوه خبره روښانه ده چې اوس امریکا د عراق په اړه زړه نا زړه ده.

سي اېن اېن ووبپاڼه لیکي، که څه هم اوس د اوباما حکومت په عراق کې د ثبات راوستو بېلا بېلې لارې لټوي، خو یوه لار هم دا ګارنټي نه ورکوي چې هلته به ثبات راشي.

په لیکنه کې راغلي، له عراقه سبق زده کېدای شي او دا سبق د افغانستان په اړه دی. که څه هم د عراق او افغانستان په تاریخ، جغرافیې او ولسونو کې توپیر دی خو عراق او افغانستان دواړه وسله والې ډلې لري چې حکومت ته ګواښ مخامخوي.

لیکنه وايي، په افغانستان کې د طالبانو منظمه او په ښه ډول تمویلېدونکې وسله واله ډله موجوده ده. دې ډلې پخوا هم کابل نیولی وو او د بهرنیو سرتېرو تر تګ وروسته بیا د افغانستان د نیولو اراده لري.

سي اېن اېن وايي، د عراق او شام اسلامي دولت د وسله والې ډلې په څېر طالبانو ته هم د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د کمزورې حکومتدارۍ ګټه رسېږي.

په لیکنه کې راغلي، د عراقي وزیراعظم نوري المالکي پرتله افغان ولسمشر حامد کرزي ډېر کم کار کړی دی چې په تېرو ۱۲ کلونو کې د افغانانو قبیلې متحدې کړي. له دې علاوه په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو د رایو شمېرلو پر عمل د یوه نوماند نیوکې او بیا له دې عمله د پرېکون اعلان په هغه هېواد کې سیاسي حالات هم ګډوډ کړي دي. د دې له کبله افغانستان د عراق په نسبت په سیاسي ډول لا زیات وېشل کېدای شي.

سي اېن اېن وايي، که څه هم د افغانستان ملي پوځ امریکا روزلی دی خو لا یې ازمویلی نه دی. دې هر څه ته په کتو، دا ګرانه نه ده چې د عراق حالاتو مشاهده وشي او بیا د افغانستان راتلونکې په اړه وړاندوینه وشي.

د سي اېن اېن په لیکنه کې راغلي، په افغانستان کې طالبان بیا سرپورته کوي، په هغه هېواد کې سیاسي بې ثباتي ده او پوځ یې لا نه دی ازمویل شوی، نو که امریکا له هغه هېواده د خپلو سرتېرو ایستلو ته دوام ورکړي او له کابل سره د امنیت تړون هم نه وي لاسلیک شوی نو افغانستان هم د عراق په څېر حالاتو سره مخامخېدای شي.

سي اېن اېن زیاتوي، که په افغانستان کې دا ډول حالات پېښ نشي نو بیا هم امریکا ته دا نه دي پکار چې هغه تېروتنې تکرار کړي چې په عراق کې یې کړې وې. د دې تېروتنو د مخنیوي لپاره باید امریکا د افغان پوځ د روزنې هڅې لا زیاتې کړي او پر نوي افغان ولسمشر ډېپلوماټیک فشار راوړي چې په سمدستي توګه، په هېواد کې د جوړجاړي او ملي یووالي بهیر روان کړي.

XS
SM
MD
LG