د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې امنیتي ځواکونو د ځايي خلکو کورونه نیولي دی


په کورمې ایجنسۍ کې د مناتو ځایي اوسېدونکي وايي، چې په سیمه کې له تېرو درو کلونو راهیسې امنیتي ځواکونه د دوی په کورونو کې استوګن دي.

په کورمې ایجنسۍ کې د مناتو ځایي اوسېدونکي وايي، چې په سیمه کې له تېرو درو کلونو راهیسې امنیتي ځواکونه د دوی په کورونو کې استوګن دي.

د ځايي خلکو په خبره، په سیمه کې تر اوولسو پورې داسې کورونه دي چې امنیتي ځواکونو قبضه کړي دي او د کورونو څښتنان نه ورپرېږدي.

د یوه کور څښتن لونګ بادشاه مشال راډیو ته وویل چې هغه خپل فریادونه انتظامي او عسکري چارواکو ته واورول خو بیا یې هم له کورونو امنیتي ځواکونه ونه وتل.

ده زیاته کړه چې په سیمه کې د وسله والو طالبانو خلاف د پوځي عملیاتو پېلېدو وروسته امنیتي ځواکونه د دوی کورونو ته راغلل چې لا هم په کې استوګن دي.

باده دې وي چې په ۲۰۱۱ کال کې له پوځي عملیاتو پس ځايي خلکو خپل کورونه پرېښي ول.

له سدې ښاره شاو خوا ۲۰ کلومیټره لیرې د مناتو سیمه د منځنۍ کورمې ایجنسۍ په حدودو کې راځي چې د خلکو په خبره، له پوځي عملیاتو پس پکې بشپړ امن راغلی دی.

د سیمې یوې متاثره ښځې مشال راډیو ته وویل چې کله دا خپلې سیمې ته واپس شوه نو کور يې امنیتی ځواکونو نیولی و چې اوس خپله د کرايې په کور کې په اوسېدو مجبوره ده.

د منځنۍ کورمې انتظامي مشر چارواکي مرستیال پولیټیکل اېجنټ دفتر مشال ریډیو ته وویل چې د خپلو بوختیاو او مصروفیاتو له وجې خبرې نشي کولی.

د مناتو سیمې خلک وايي چې په کورونو کې یې امنیتی ځواکونو د استوګنې له کبله د دوی ژوند متاثره شوی دی.

د سیمې متاثره کورنۍ له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی له کورونو دې امنیتي ځواکونه ژر تر ژره واېستل شي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG