د لاسرسي ځای

تازه خبر

'بلوچستان وزیرستانیو کډوالو ته هرکلی وايي'


د بلوچستان صوبې اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ
د بلوچستان صوبې اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ

د بلوچستان صوبې اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ وايي، حکومت یې د وزیرستان له بې کوره شويو خلکو سره هر ډول مرستې ته تیار دی او په ورین تندي په دې ستونځمن وخت کې هغوی ته ځای ورکوي.

د بلوچستان صوبې اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ وايي، حکومت یې د وزیرستان له بې کوره شويو خلکو سره هر ډول مرستې ته تیار دی او په ورین تندي په دې ستونځمن وخت کې هغوی ته ځای ورکوي.

ډاکتر عبدالمالک بلوڅ د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د وینا پر وخت وویل، حکومت يې د وزیرستان له بې کوره شويو خلکو سره دی. نوموړي وویل چې حکومت او ولس دواړه یې د پوځي عملیاتو له امله د بې ځایه شويو خلکو کوربه توب ته تیار دی.

ډاکتر بلوڅ د رسنيو هغه راپورونه ناسم وبلل، چې ګواکې حکومت یې د وزیرستان بې ځایه شويو خلکو ته په بلوچستان کې پر راتګ بندیز لګولی دی. د سېشنبې په ماځيګر د اسمبلۍ په غونډه کې د بلوچستان اعلا وزیر وویل:

؛تراوسه بلوچستان ته ۷۵۸ تنه راغلي دي، چې پکې اکثریت هغه کسان دي، چې خپلوان یې له وړاندې دلته اوسېدل. له دې سره د بې ځایه شوو کورنیو لپاره زموږ پالیسي دا ده، چې موږ له مرکزي حکومت سره هم دا خبره کړې، چې که دا بې ځایه شوي خلک دلته راتګ وغواړي، نو راتللی شي، او پر موږ هېڅ پابندي نشته. او دې خلکو ته به هر هغه اسانتياوې ورکوو، چې نورې صوبې يې ورکوي. ځکه چې هغوی مو وروڼه دي؛.

ډاکتر عبدالمالک بلوڅ په خپله وینا کې زیاته کړه، د دې لپاره يې اړونده چارواکو ته امر کړی، چې د بې کوره شويو وزیرستانیو کډوالو د هرقسم مرستې لپاره دې هر ډول ګامونه پورته کړي.

بلخوا د بلوچستان صوبې صحت څانګې رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، له وزیرستانه راتلونکو ماشومانو ته به په ږوب او شېراني سیمو کې د ګوزڼ څاڅکي ورکول کېږي، او د دې لپاره يې پر دواړو سیمو د ګوزڼ لېږد ځایونه «پولیو ټرانزټ پواينټس جوړ کړي دي.

تردې وړاندې د روانې میاشتې پر نولسمه نېټه د ږوب سرکاري او امنيتي چارواکو په يوه غونډه کې پرېکړه کړې وه، چې له وزیرستانه بې کوره شوي خلک به بلوچستان ته راپرې نه ښودل شي.

د ویلو وړ ده چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ له خوا د «ضرب عضب» په نامه د عملیاتو تر پېلېدو وروسته له دغې سیمې وګړيو خوندي سیمو ته کډې کول پېل کړې او تر خېبر پښتونخوا وروسته د بلوچستان ږوب او شېراني سیمې دې کډوالو ته نيژدې پرېوزي.

XS
SM
MD
LG