د لاسرسي ځای

پېښور: پر الوتکې د برید په تور ۲۰۰ مشکوک کسان ونیول شول


پر الوتکې له بریده د وزل شوې ښځې مړی امبولېنس کې اېښودل کېږي. ۲۵جون ۲۰۱۴م کال

پر الوتکې له بریده د وزل شوې ښځې مړی امبولېنس کې اېښودل کېږي. ۲۵جون ۲۰۱۴م کال

چارواکي وايي، بیګا د پېښور باچا خان هوايي ډګر کې د پاکستان هوايي کرښې «پي ای اې» پر یوې الوتکې د کوزېدو مهال ډزې وشوې چې پکې یوه مساپره ښځه ووژل شوه او دوه کارکونکې ژوبل شول.

د پېښور پوليس وايي، چې پر مساپروړونکې الوتکې تر ډزو وروسته يې د پېښور هوايي ډګر په اړوندو سيمو ماشوخېل او سلمانخېلو کې د تلاشي عملياتو په ترڅ کې نزدې ٢٠٠ مشکوک کسان نيولي دی، چې د پوښتنو لپاره يې نامعلوم ځاى لېږدولي دي.

چارواکي وايي، بیګا د پېښور باچا خان هوايي ډګر کې د پاکستان هوايي کرښې «پي ای اې» پر یوې الوتکې د کوزېدو مهال ډزې وشوې چې پکې یوه مساپره ښځه ووژل شوه او دوه کارکونکې ژوبل شول.

د پاکستان د هوايي چلند د ادارې وياند مشهود تاجور تر پېښې وروسته رسنيو ته وويل، پر الوتکې هغه مهال دزې وشوې، چې د کېناستو لپاره يې خپل ټاېرونه پرانېستي وو او له ځمکې څخه يواځې څو متره پورته وه او په خبره يې، چې پر الوتکې له ٨ تر ١٠ پورې مرمۍ لګېدلي، چې له امله يې دغې الوتکې ته سخت زيان اوښتى او دا مهال د پېښور په نړېوال هوايي ډګر کې ولاړه ده:


" دا د خپل ډول لومړۍ پېښه ده، د الوتکې پر انجن او نورو بېلابېلو برخو له ٨ تر ١٠ مرمۍ لګېدلي، چې له امله يې الوتکه له کارېده لوېدلې او پر هوايي دګر ولاړه ده. د هوايي ډګر امنيتي چارواکيو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړي او تمه ده، چې د پېښې مسوولين به ژر تر ژره ونيول شي."

نوموړي زياته کړه، چې د الوتکې د بېړنۍ ناستې له امله ځينې نور مساپر هم ټپيان شوي ، خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دى.

دا په خيبر پښتونخوا کې د مساپرو پر الوتکې د کېناستو پر مهال د بريد لومړۍ او هېښنده پېښه ده.

تر دې مخکې د روانې مياشت په ٨مه نېټه د پاکستان په ستر تجارتي ښار کراچۍ کې هم ددې ښار پر هوايي ډګر ډله ييز وسله وال بريد شوى و، چې په ترڅ کې يې د پاکستانيو ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ٣٠ کسان وژل شوي وو. د هغه برید پړه د ازبکستان اسلامي غورځنګ منلې وه.

د پاکستان حکومت د کراچۍ پر هوايي ډګر تر بريد وروسته ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ په لیرې پرتو سيمو کې د سختدريځه وسله والو پر ضد پوځي عمليات پيل کړي دي او ادعا کوي، چې ددغو عملياتو په لومړۍ ورځ يې هغه ازبک وسله وال له منځۀ وړي، چې د کراچۍ پر هوايي ډګر يې د بريد پلان جوړ کړى و.

په شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر پنځو لاکو پورې وګړي خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف او د خيبر پښتونخوا اعلا وزير پروېز خټک په پېښور کې د مساپرو پر الوتکې بريد غندلى او له امنيتي ادارو يې غوښتي، چې په دې لړ کې دې جدي څېړنې وکړي.

د پېښې پړه چا نه ده اخیستي او نه هم دا جوته ده چې پر الوتکه وسله والو ډزې کړې که د ودونو د خوشالۍ ډزو کې لګېدلې ده.

چارواکي وايي، داسې نښې تر سترګو کېږي چې ښايي الوتکه په نښه شوې وې.

XS
SM
MD
LG