د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوټین په اوکراین کې د اوربند ملاتړ اعلان کړ


ولسمشر ولادمیر پوټین
ولسمشر ولادمیر پوټین

پوټین د وینا پر وخت وویل، په ختیځ اوکراین کې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بېلتونپالو تر منځ جګړه باید پای ته ورسېږي.

د یکشنبې پر ورځ روسي ولسمشر ولادمیر پوټین پر روسیه ۲۴ ټیلي وېژن د وینا پر وخت په محتاطه ډول د اوکرایني ولسمشر پېترو پوروشېنکو له خوا د یو اړخیزه اوربند ملاتړ اعلان کړ.


ده البته وویل، د خبرو اترو او د مسلې له هواري پرته د جګړې پای بې مانا دی.

پوټین د وینا پر وخت وویل، په ختیځ اوکراین کې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بېلتونپالو تر منځ جګړه باید پای ته ورسېږي.

ده همداراز وویل، په اوکراین کې جوړ جاړی ((په جګړه کې د ښکېلو ټولو خواوو)) تر منځ پر خبرو ولاړ دی، چې له دې لارې به هغه حل راووځي چې ټولو ته او په ځانګړي ډول د جنوب – ختیځ اوکراین ولس ته د منلو وړ وي.

روسي ولسمشر وویل، د شپې پر مهال له اوکراینه پر روسۍ خاورې ځینې توغندي لګېدلي دي خو دا لا روښانه نه ده چې دا توغندي د کومې خوا له خوا ورول شوي دي.

پوټین د هغه ځای نوم هم وانخیست چې پکې دا توغندي لګېدلي دي.

ده همداراز، په مرکزي روسیه کې ځواکونو ته ((په جنګي حالت کې د تیار)) اوسېدو امر وکړ.

د روسیې د دفاع وزیر سېرګې شوېګو وویل، پوځیان به د جون تر ۲۸مه په تیار حالت کې وي. د روسیې د پوځ مشر ویلېري ګېراسیموف وویل، په دې بهیر کې به ۶۵۰۰۰ سرتېري برخه اخلي.

ګېراسیموف وویل، په تمرین کې به ۱۸۰ پوځي الوتکې، ۶۰ هیلي کاپټره او شاوخوا ۵۵۰۰ یونټه پوځي سامان کارول کېږي.

دا تمرین پر داسې وخت کېږي چې ناټو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې روسیې د اوکراین له پولې سره خپل پوځیان بیا جمع کول پیل کړي دي.

پوټین د یکشنبې پر ورځ وویل، دی د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند او د جرمني له وزیراعظمې انګېلا مېرکل سره په ټیلي فون د اوکراین د بحران په اړه غږېدلی دی.

د فرانسې د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، اولاند او مېرکل ((پر دې خبرې ټینګار وکړ چې د روسیې او اوکراین تر منځ پر پوله امنیت باید یقیني کړل شي چې سامان او وسله وال خلک اوکراین ته وا نه وړي.))

له کرېملېنه خپور شوي بیان پر کیف ټینګار کړی دی چې په شرقي اوکراین کې د ((احتجاج کوونکو له استازو)) سره دې خبرې وشي.

تر دې مخکې اوکرایني ولسمشر پوروشېنکو ویلي ول چې که د ده یو اړخیزه اوربند بریالی نشو نو له ده سره متبادل پلان هم شته. ده وویل، اوربند یې د دې لپاره اعلان کړی دی چې د هېواد په ختیځ کې روسي پلوه بېلتونپالو ته وخت په لاس ورشي چې ځان بې وسلې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG