د لاسرسي ځای

تازه خبر

له شمالي وزیرستانه د بې کوره شوو شمېر تر څلور لکه اوښتی


له شمالي وزیرستانه د بې کوره شوو خلکو شمېر تر څلور لکه اوښتی.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:55 0:00

له شمالي وزیرستانه د بې کوره شوو خلکو شمېر تر څلور لکه اوښتی.

د خوړو نړۍیوال سازمان بېګا ماښام د بنو لوبو میدان کې بې کوره شوو خلکو ته د خوراکي توکي وېشلي


د خیبر پښتونخوا د قدرتې افتونو د انتظام د ادارې له خوا د خپاره شوو مالوماتو له مخې ، تر تېر ماښامه د بې کوره شوو خلکو شمېر ( څلور لکه ، څلور زره ، اته سوه نولس ) ته رسېدلی دی.


په بنو کې د مشال راډيو خبریال شاهنواز ترکزی وايي، د خوړو نړۍوال سازمان بېګا ماښام د بنو لوبو میدان کې بې کوره شوو خلکو ته خوراکي توکي وېشلي.

د میرلي یو کډوال امیر خان وايي، دا خواړه او د ضرورت څیزونه یې که په مټې یو څو ورځې بس شي. د ده په خبره کورنۍ یې لویه ده خو مرستې ورسره لږ شوې دي.

ملک خان باز خېل وايي د خوراک نړۍوال سازمان مننه کوي خو د پاکستان حکومت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې. « له پاکستان حکومته مو دا ګیله ده چې د کډې بارولو لپاره به یې ګاډی راکول هغه یې رانکړل، د کرایې راکولو وعده یې راسره کړې وه، هغه یې پوره نکړه. موږ د یو یو ګاډي اتیا زره روپۍ کرایه ورکړې ده.

د شمالي وزیرستان اېساړي میرلي اوسېدونکی اېمل زمان وايي، حکومت ته پکار ده چې دوی ته د استوګنې بندوبست وکړي او د خوړو پخولو لپاره دې لوښي او خشاک ورکړي. «له کلي په تش لاس راوتلي یو. هسې مو خپل سرونه رااېستلي دي»

د خوړو نړۍواله اداره وايي، مرستې به له هغه کورنیو سره کوي چې خپلځانونه یې راجسټر کړي دي. په دې خوړو کې ۸۰ کیلوګرامه اوړه، دال، بسکټونه او مالګه هم شامله ده.
بل پلو د قبایلي سیمو د قدرتي افتونو د انتظام د ادارې مشر ارشد خان وايي چې دوی د کډوالو لپاره یې کېمپ جوړ کړی دی چې یو شمېر اسانتیاوې پکې شته خو خلک نه ورځي. کدوال وايي چې په پنډغالو کې نه یوازې ګرمي زښته ډېره ده بلکې له دوی سره هېڅ مرستې هم نه کېږي.

ارشد خان وايي، «په پنډغالي کې یې د اوبو یو کوهۍ اېستلی دی، اوبه ترې راروانې دي، او تر پنځوستو پورې چاړجوبي، او پاخانې مو پکې جوړې کړې دي. په کېمپ کې دننه مو د اوبو زرمولو لپاره غټې غټې ټانکیانې اېښې دي او که د اوبو بېړنۍ اړتیا پېښه شي نو دولس ټانکرې مو مرستې ته درولې دي. او پر هر نغري یا کورنۍ به اووه زره روپۍ د خوړو لپاره مرسته ورکوي. خو دا مرستې به یوازې له هغه چا سره کېږي چې د شناختي کارډ اداره نادرا یې تصدیق کړی وي«

د یادونې وړ ده چې پاکستاني پوځ د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نامه دا عملیات اته ورځې وړاندې پیل کړي وو. چې د دوی په ادعا لسګونه وسله وال یې وژلي دي.
XS
SM
MD
LG