د لاسرسي ځای

تازه خبر

" پاکستان د ترهګرو پرضد اوس زړورې پریکړې کوي "


فایل فوټو
فایل فوټو
ليکوال شمشاد احمد په ایکسپریس ټریبیون ورخپاڼه کې په يوه مقاله کې ليکي داسې ښکاري چې پاکستان حکومت د وسلوالو د له منځه وړلو لپاره اوس زړورې فصلې کوي او دارنګ تیره اونۍ يې په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو پرضد عمليات پيل کړل. مقاله ليکونکی وايي د پاکستان پخوانيو حکومتونو په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو پرضد عمليات نه کول نو ځکه به په دغه سيمو کې د وسلوالو پرضد ډرون بريدونه ترسره کيدل.

همداراز وزيرعظم نواز شريف پارلیمان په اعتماد کې واخیستو او دا خبره يې په ډاګه کړه چې پاکستان نور د ترهه ګرو لپاره پټن ځای نه شي پاتې کیدای. د پاکستان وزيرعظم ويلي دي ترڅو چې په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو پټن ځايونه نه وي ختم کړل شوي او پاکستان له ترهه ګرۍ پاک شوی نه وي نو ترهغو به پوځي عمليات روان وي. دغو پوځي عملياتو ته د پاکستان د زياتره لويو سياسي ګوندونو ملاتړ تر لاسه دی. همداراز پاکستانی ولس هم په قبايلي سيمو کې د هغو وسلولو پرضد له پوځ سره ولاړ دی چې د يوې لسيزې راهيسې په دغه سيمو کې پټ شوي او اوس حکومتي عملداري چیلنجوي.

د ليکوال په خبره د ترهه ګرو له ختمولو سره سره ضروري ده چې د ترهه ګرۍ عوامل هم ختم کړل شي چې دارنګ نور خلک د ترهګرۍ پر لاره لاړ نه شي.

يو شمېر عوامل دي چې له وجې يي ترهه ګري مخې ته راځي چې په کې کمزورې مشرتابه ،خرابه حکومتداري ،کرپټ سياست او پر وسلوالو نه څارنه شامل ده.

همداراز د سختدريځۍ او ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره دغه مسئلې حل کول ډير زيات ضروري دي.

ليکوال شمشاد احمد وايي په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو پرمهال له پوځه زياته ذمه واري د حکومت جوړيږي خو د ده په خبره حکومت په نظر نه راځي.

همداراز د لاهور ماډل ټاؤن پيښه چې په کې ۱۱ کسان ووژل شول د حکومت کمزوري په ډاګه کوي.
د مقاله ليکونکي په خبره دا وخت د دی خبرې نه دی چې سياسي ګوندونه د ملک په مسلو سياست وکړي بلکه ضرورت د دې خبرې دی چې صوبې له يوبل سره د امنيت او د پوځي عملياتو له وجې د بې کوره شوو خلکو د ښڅمانې لپاره له يوبل سره همکاري وکړي.

د مقالې په اخره کې راغلي چې د ترهه ګۍ د له منځه وړلو لپاره ضروري ده چې تعليم ته لومړيتوب ورکړل شي او غربت ختم کړل شي.
XS
SM
MD
LG