د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ولې شمالي وزیرستان کې عملیات کوي ؟



دي نیویارکر مجله په یوه مقاله کې لیکي، شمالي وزیرستان د تیرو څو کلونو راهیسې د عرب، چیچن، ازبک، چیني، پنجابي او افغان طالبانو مرکز جوړ شوی او امریکا په تیروخت کې په وار وار د پاکستان نه غوښتنه کړې چې دغلته دې پوځي عملیات وکړی ، خو پاکستان نه منله. مجله پوښتنه راپورته کوي چې په دې ورستیو کې څه څیز ددې سبب شو چې د پاکستان حکومت دې په دغه قبایلي سیمه کې عملیات پیل کړي ؟

د مجلې په وینا په ظاهره داسې ښکاري چې د کراچۍ په هوايي ډګر د ازبک وسله والو لخوا خونړی برید ددې پوځي عملیاتو سبب وګرځیده. دا راز وزیراعظم میا نواز شریف پارلیمان ته په خپله وینا کې وویل: وسله والو د ولس د ژوند هره برخه متاثره کړې او دحکومت صبر یې تمام کړی دی نو ځکه یې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات شورو کړي چې د ترهه ګرۍ تر ختمیدو به جاري وي.

خو بلخوا مجله وايي چې یوازې د کراچۍ د هوايي ډګر خبره نه ده، بلکه د روان کال تر پایه امریکا د افغانستان نه د خپلو جنګي ځواکونو د ویستلو پلان لري او د پاکستان پوځي چارواکي اندیښمن دي چې دهغې نه پس د افغان پوځ دغیر فعاله کیدلو او په دغه هیواد کې دبدامنۍ د خوریدلو ویره ده، نو ځکه پاکستان غواړي چې دافغانستان پولې ته نږدې پرته خپله قبایلي سیمه تر کنټرول لاندې راولي او ددغه ممکنه نا آرامۍ د خوریدلو مخه ونیسي.

دي نیوارکر مجله بله پوښتنه دا راپورته کوي چې په شمالي وزیرستان کې دحقاني نیټ ورک په نوم د افغان طالبانو وسله واله ډله هم میشته ده چې دپاکستان امنیتي ادارو په تیرو وخت کې خپله اثاثه بللې وه، دهغې سره به په دې عملیاتو کې څه کیږي؟ ددې په جواب کې مجله لیکي چې که څه هم حقاني نیټ ورک د پاکستان خلاف کاروایانې نه دي کړي، خو ددې هیواد خلاف په جنګ اخته د پاکستاني طالبانو بیلا بیلو ډلو ته یې پناه ورکړې او پوځ د حقاني نیټ ورک خلاف د کاروايۍ د نه کولو له وجې د پاکستاني طالبانو لخوا ډیر مالي او ځانی تاوان برداشت کړی دی . نو په دې عملیاتو کې به پوځ هڅه کوي چې د حقاني وسله واله ډله چې د افغانستان سره تعلق لري ، دې ته اړ باسي چې خپل وطن ته واوړي. دا راز به پوځ شمالي وزیرستان د ټولو ملکي او غیر ملکي وسله والو نه پاک کړي.

مجله ددې مقالې په آخر کې لیکي، دپاکستان پوځي چارواکي دا ویره هم لري چې په تیر وخت کې افغان طالبانو د پاکستان د قبایلي سیمو نه په افغانستان کې کاروایانې کولې او اوس د پاکستاني طالبانو مشر فضل الله ملا په افغانستان کې پټ شوی او د پاکستان خلاف بریدونه کوي. ددې ترڅنګه قبایلي سیمو کې د وسله والو خلاف دعملیاتو کامیابیدل ممکن دي خو دغلته امن قایم ساتلوباندې به ډیر وخت او پیسه ولګي.
XS
SM
MD
LG