د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان : د اتو ورځو جنګ کې ۲۵۰ کسان وژل شوي


پوځي کاروان په بنو کې
پوځي کاروان په بنو کې

نن ( اتوار ) په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ د عملياتو اتمه ورځ ده چې د رپورټونو ترمخه پکې تر اوسه پورې شاوخوا ۲۵۰ مشکوک وسله وال وژل شوي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتې ادارې (ISPR) د يوې خبرپاڼې تر مخه دا عمليات يې د بهرنيوو او کورنيوو وسله والو خلاف شروع کړي چې د اهدافو ترلاسه کولو پورې به جاري وي. د دې ادارې پرونۍ خبرپاڼه کې دعوه شوې چې د شمالي وزيرستان په
حیسو خېلو کې يې بمبارۍ کې شل مشکوک وسله وال وژلي.

همداراز پوځ په پرونۍ خبرپاڼه کې ويلي چې خيبر ايجنسۍ کې يې هم بمبارۍ کې لس وسله وال او د ترهګرو دوه مرکزونه له منځه وړي. هيڅ يوې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل پلو افغان چارواکو يو ځل بيا له پاکستانه غوښتنه کړي چې شمالي وزيرستان کې دې د پوځي عملياتو پر مهال د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي.

قبايلي چارو کې د افغان ولسمشر حامد کرزي سلاکار، شهزاده مسود د اتوار په ورځ مشال ريډيو ته وويل چې له شمالي وزيرستانه د ډیورنډ کرښې اخوا خوست ته شا او خوا لس زره خلک ورکډه شوي چې دوی ورسره مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG