د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا سکرټریټ : دشمالي وزیرستان د کډوالو سره د پنځوس کروړه روپو مرسته شوې


له شمالي وزیرستانه کډه شوي قبایل د بنو په یو کیمپ کې
له شمالي وزیرستانه کډه شوي قبایل د بنو په یو کیمپ کې

د قبايلي سيمو لپاره د فاټا سیکټریټ مشر ارباب عارف وايي وفاقي حکومت په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملياتو له وجې بې کوره شويو خلکو سره د مرستو لپاره پنځوس کروړه روپي ورکړي دي، چې دوی به یي د قدرتي افتونو د نظم ادارې ایف ډي ایم ای په ذریعه تقسیموي.

ارباب عارف پرون مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې ټولو بې کوره شوو ته به د کورنۍ په سر دولس زره روپې ورکول کیږي.د نوموړي په وينا بې کوره شويو کسانو لپاره په سکولونو کی هم د اوسیدو انتظامات شوي دي.

بلخوا د خيبر پښتونخوا سینر وزیر سراج الحق ويلي په شمالی وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له وجې د رجسټرډ بې کوره خلکو شميره دريو لکو ته رسيدلې ده او په دي کې نوره اضافه هم کيدای شي. صوبایي حکومت په بنو ، ډیره اسماعیل خان او د لکې مروت په روغتونونو کې ایمرجنسی هم اعلان کړې ده.

د پوځ د اطلاعاتو څانګه ای ایس پي ار بیا وایي ، د پاکستان د پوځ د هر سرتیری او چارواکی به د یوې ورځې تنخوا د شمالي وزیرستان بې کوره شویو خلکو ته ورکوي، او دوی به د دغو خلکو د یوې میاشتې د خوراک بندوبست هم کوي.
XS
SM
MD
LG