د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست سوداګر پيرسليم الله د شمالي وزيرستان د بې کوره شوو سره زرګونه ډالر مرسته کړي


پيرسليم الله
پيرسليم الله
نجیب الله الوخېل (خوست): دې وروستيوو کې خوست ولايت ته له شمالي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو څخه زرګونه کډوال راغلي چې په بیلابیلو سیمو کې يې هستوګنه غوره کړي.

دوی سره خوستیانو تر وسه مرستې کړي او داسې کورنۍ هم شته چې په خپلوکورونو کې يې درې، څلور یا پنځه کورنيوو ته ځای ورکړی. ځينې نور کډوال بيا په خيمو کې اوسيږي.
سليم الله له وزيرستانه راغلو خلکو سره تر اوسه پورې یوولس لکه افغانۍ نغده مرستې کړي. هره ورځ د کډوالو پنډغالي ته اوه سوه کیلو واوره او زر پخې ډوډۍ ورلیږي. دوه سوه د ګېس ډکې ټانکۍ او د اور نغري يې هم ورلیږلي.

سوداګر پیرسلیم الله له هغه کسانو يو دی چې دې کډوالو سره يې مرسته کړي او کوشش کوي چې نور ملاتړ هم ورته پيدا کړي. هغه نن مشال ريډيو ته وويل: ((که د کډوالو ژوند څوک له نيږدې وویني نو دومره به دردمن شي چې له ستوني به يې ډوډۍ تېره نه شي.))

سليم الله له وزيرستانه راغلو خلکو سره تر اوسه پورې یوولس لکه افغانۍ نغده مرستې کړي. هره ورځ د کډوالو پنډغالي ته اوه سوه کیلو واوره او زر پخې ډوډۍ ورلیږي. دوه سوه د ګېس ډکې ټانکۍ او د اور نغري يې هم ورلیږلي.

پیرسلیم الله یادې مرستې کمې ګڼي او وايي: ((سوداګر په یوې ودانۍ شل لکه ډالر مصرفوي. که لس، يوولس زره ډالر کډوالو سره مرسته کوي او هغه ډېرې وګڼي دا به انصاف نه وي.))
خوست کې د شمالي وزيرستان بې کوره شوي خلک
خوست کې د شمالي وزيرستان بې کوره شوي خلک
چارواکي وايي له شمالي وزيرستانه د پاکستاني پوځ د روانو پوځي عملياتو له وجې شا او خوا لس زره کډوال خوست ته تللي.

پیرسلیم د خوست امنیتي ادارې ستايي چې امنیت يې خوندي کړی او د دې زمینه یې برابره کړې ده چې کډوالو سره په هر ځای کې په موقع مرستې وشي. پیرسلیم الله وايي هغه وخت سخت ودردیده چې یو ناروغ کډوال ته يې ځان ونه شو رسولی او کله چې دی روغتون ته د ناروغ د لیږدونې لپاره ورسیده، نو هغه مړ شوی وو.
دی وايي: ((پرون چې ګرمۍ ته خلک ولاړ وو او ډېره تېزه ګرمي وه ماته ټيلیفون وشو چې یو کډوال ناروغ دی. ما ورته وویل چې زه يې په بیړه روغتون ته رسوم. کله چې زه وروسیدم نو هغه وفات شوی وو. هلته چې څوک ورشي نو ورته وبه ژاړي. د یو ورور او بل ورور غم ګډ دی. دا ټول یو وجود دی. هلته خلکو سره د پخولو څه شی نشته. د څښلو اوبه نشته. زما مرسته ورسره پوره نه ده. هر څوک دې کوښښ وکړي چې دې خلکو سره مرستې وکړي.))
XS
SM
MD
LG