د لاسرسي ځای

تازه خبر

له شمالي وزيرستانه تر اوسه شاوخوا درې لکه خلک بې کوره شوي


د پوځي عملياتو له وجې د شمالي وزيرستان خلک کډې کوي
د پوځي عملياتو له وجې د شمالي وزيرستان خلک کډې کوي
خالد خان (پيښور): د خيبر پښتونخوا مشر وزیر سراج الحق وايي صوبايي حکومت سره له شمالی وزیرستانه د پوځي عملیاتو له کبله شاوخوا درې لکه بې کوره خلک ثبت يا رجسترډ شوې دي. هغه وويل دې خلکو سره د مرستې لپاره يې پنځه ديرش کروړه روپۍ بېلې کړي دي.

نوموړي نن (شنبه) پيښور کې مشال ريډيو ته وويل: ((تر پرون مازيګره پورې له شمالي وزیرستانه د راغلو شمېره دوه لکه وه چې اوس درې لکو ته لوړ شوه. کيدای شي دا شمېره لا نوره زياته شي. موږ بې کوره خلکو سره مرسته کوو. دې خلکو سره د مرستو لړ کې به د کرايې لپاره هره مياشت درې زره روپۍ ورکوو. د روژې لپاره هم ورسره مرسته کوو.))

بنو کې د شمالي وزيرستان يوه بې کوره شوي کورنئ
بنو کې د شمالي وزيرستان يوه بې کوره شوي کورنئ
سراج الحق وايي بنو او بکاخېلو سيمو کې يې بې کوره شوي خلک ليدلي چې په ډيرو بدو حالاتو کې ژوند کوي. هغه له خلکو هم د مرستې غوښتنه وکړه او وي ويل چې يوازې د حکومت مرسته به کافي نه وي. سراج الحق زياته کړه چې ځينې خلک دوی سره رجسټرډ يا ثبت شوي نه دي چې دوی يې د شمېرې معلومولو هڅه کوي.

تر پرون مازيګره پورې له شمالي وزیرستانه د راغلو شمېره دوه لکه وه چې اوس درې لکو ته لوړ شوه. کيدای شي دا شمېره لا نوره زياته شي. موږ بې کوره خلکو سره مرسته کوو. دې خلکو سره د مرستو لړ کې به د کرايې لپاره هره مياشت درې زره روپۍ ورکوو. د روژې لپاره هم ورسره مرسته کوو.
سراج الحق
هغه وويل چې مرکزي حکومت د شمالي وزيرستان د عملياتو په اړه د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت په اعتماد کې نه وو اخيستی او هغوی اوس هم فکر کوي چې د امن راوستلو لپاره مذاکرات تر پوځي عملياتو غوره لار ده.

د خيبر پښتونخوا مشر وزیر سراج الحق زياته کړه چې د خيبر پښتونخوا د صحت چارواکو بنو، لکي مروت او ډيره اسماعېل خان کې په روغتونونو کې بيړنی حالت اعلان کړی او د شمالي وزيرستان د بې کوره شوو خلکو سره د مرستې لپاره يې دغلته ډاکټران او امبولانسونه ليږلي.

د يادونې وړ ده چې نن شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ د پوځي عملياتو اوومه ورځ ده. پوځ وايي چې دغه موده کې يې ګڼ بهرني او کورني وسله وال وژلي.
XS
SM
MD
LG